د قدرتي افتونو په وخت د نظام برابرلو صوبايي ادارې او سره صلیب نړیوالې کمېټۍ
د ځمکنيو ماینونو په وړاندې د پوهاوي لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړی
په دې پروګرام کې د جنوبي وزیرستان ۲۰ ځايي فعالان روزل شوي او دوی به په راتلونکو ورځو کې په سیمه کې ځايی خلکو ته پوهاوې ورکوي.
په قبایلي ضلعو کې تر پوځي عملیاتو وروسته د ځمکني ماین چاودنې لویه ستونزه ده چې هره ورځ یې په عام ولس چاودنې کیږي.
تفصیل د عدنان بېټني په راپور کې.