لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه د افغان کډوالو خپل وطن ته  په ستنېدو کې کمی راغلی


د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په ناقانونه توګه د مېشت افغان کډوالو د ويستلو لړۍ روانه ده او د تېرو څو ورځو راهسې د کډوالو په ستنېدو کې کمی راغلی دې۔

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي د غېرقانوني افغانانو ترڅنګ قانوني اسناد لرونکي افغانان هم په تورخم پوله افغانستان ته روان دي۔

ددغو چارواکو په وینا د پاکستان نه په ناقانه توګه دمېشتو افغانانو خپل وطن ته د ستنېدو لړۍ دوامداره ده او هره ورځ د 1500 نه تر 2000 پورې کډوال د تورخم له لارې خپل وطن ته ستنېږي۔

د عابد افغان په نوم یو کډوال وي او ای ډیوه ته وایي ،مونږ په پيښور جميل چوک کې اوسېدو او کله چې د غېرقانوني افغانانو خپل وطن ته د ستنېدو خبر راغلو نو مونږ سره هم قانوني استاد نه وو نو ځکه هغه ځائ نه راووتلو۔

د هغه په وینا دوي په 2018م کال کې پېښور ته راغلي وو او کوریې د کونړ د سيند په غاړه دی او د کور د خرابتيا د لاسه یې کډه وکړه او پاکستان ته راغلو.

"دلته مو خپل کار کولو او دوکان مې ؤ او ښه کار مې روان ؤ خو اوس روان يو خپل هېواد ته او دلته مو پښتنو سره ښه وخت تېر شو"

د پاکستان حکومت د اکتوبر په دريمه په غېرقانوني توګه مېشت غېرملکيانو ته د پاکستان څخه د وتلو لپاره تر 31م اکتوبر پورې د وتلو مهلت ورکړی و او د نومبر لومړۍ نېټې نه د افغان کډوالو د وتلو لړئ پېل شوې ده۔

مرکزي حکومت غېرملکيانو ته بيا بيا ويلي چې قانوني اسناد نه لرونکي خلک دې په خپله خوښه اوځې ګني بيا به نيول کېږي او په زوره به ايستل کېږي۔

افغان کډوال وايي هغوئ په خپله خوښه خپل وطن افغانستان ته روان دي ولې چې دې خبرې فکر مند کړي وو چې داسې نه پوليس يې ونيسي او وئ ځوروي۔

د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکۍ کمال خان ډیوه سره خبرو کې وایي"دلته خو دا وخت مونږ سره هيڅ نشته، نه مو کور، نه زمکه او نه مې جايداد شته او په دې نيت او اراده راغلي يو چې په دې کېمپ کې به وخت تېروؤ"

ملګرو ملتونو، نړيوالو ادارو او افغان طالبانو د پاکستان حکومت نه بيا بيا غوښتنه کړې ده چې د افغان کډوالو د بېرته ستنول پرېکړه دې واپس واخلي خو د پاکستان حکومت وايي په ناقانونه توګه مېشت ټول غېرملکيان به د ياد هېواد نه وباسي

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو د محکمې شمېرې ښيي د نومبر په دويمه 1105 افغانان خپل وطن ته د تورخم په لاره ستانه شوي او د ستمبر 15 نېټې نه تر اوسه پورې 2 لکه اؤ 54068 افغانان خپل وطن ته بېرته ستانه شوي دي۔

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG