لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: د ورځې تر ۱۰۰۰ لږ افغانان د تورخم له لارې خپل هېواد ته اوړي


دا انځور د نومبر په ۲۳ نېټه اخېستل شوی
دا انځور د نومبر په ۲۳ نېټه اخېستل شوی

پاکستاني چارواکي وايي، په دې ورځو کې افغانستان ته له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د اوړېدلو شمېر کم شوی او په دې ورځو کې له زرو کم افغانان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستنېږي.

دوی وايي، په تورخم لاره باندې افغانستان د ستنېدونکو افغانانو شمېر د نومبر میاشتې په پيل کې په ورځ کې لسو زرو کسانو ته رسېده.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو د محکمې شمېرې د دسمبر په لسمه 573 افغانان د تورخم د لارې خپل وطن ته ستانه شوي او تر اوسه له 2,59000 څخه زيات کډوال د تورخم، خرلاچي او انګور اډې د لارې ستانه شوي دي.

د تورخم د لارې ستنېدونکي افغان کډوال وايي په بازارونو کې د اسنادو د نه لرلو په سبب د پوليسو له لاسه د ځورول کېدو او بې روزګارۍ له امله خپل وطن ته په تلو مجبوره شوي دي.

افغان کډوال خیر الله وايي،

"مونږ په پېښور کې د مودو راهسې ژوند کولو او ښه کار مو روان وو خو اوس ځکه راوتلو چې کار مو هم نه شو کولى او بهر هم نه شو وتلى مونږ دلته ډېر ښه وخت تېر کړ او اوس غواړو خپل وطن ته لاړ شو او هلته کار هم ترلاسه کړو او ژوند مو هم ښه تېر شي."

د پاکستان حکومت د اکتوبر په مياشت کې ويلي ؤ په هېواد کې د ناقانونه توګه مېشتو افعانانو شمېره د 17,000,00 لکو پورې ده خو د افغان کمېشنرېټ چارواکي وايي دا شمېره د شپږو نه تر اوؤ لکو نه زياته نه ده.

افغان کډوال وايي په داسې حال کې د پاکستان ويستل کېږي چې نه د روزګار راغونډولو وخت ورکړل شوی او نه په افغانستان کې د يخنۍ موسم نه خوندي شوي.

د کونړ ولايت اوسېدونکى نصیر احمد ډيوې ته وویل،

"مونږ دلته خښتو بټو کې کار کولو او دومره پيسې مو ګټلې چې په هغې مو د کور کار روان وو خو اوس خپل وطن ته په تلو مجبوره شو. مونږ غوښتل چې دلته پاتې شو او کار وکړو خو اوس دلته بې کاره کېدل راته ډېر ګران شو نو ځکه په تلو باندې مجبوره شو ."

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزى وزير سرفراز بګټي تېره ورځ ويلي ؤ په ناقانونه توګه مېشت غېر ملکيان به له هېواده په هر حال کې وباسي او تر اوسه پورې څلور لکه او اتيا زرو نه زيات غېرملکيان وتلي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG