لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له بې اسناده کډوالو سره په پاکستان کې قانوني مېشت افغان کډوال هم د پولیسو له ډاره ستنېږي


له پاکستانه د ناقانونه افغانانو ترڅنګ وطن ته د هغو افغانانو د ستنېدو لړۍ هم دوام لري چې په پاکستان کې د اوسېدو دپاره قانوني دستاوېزات لري. د تېر وخت په مقابل کې دا مهال د قانوني افغانانو په بېرته تګ کې هم چټکتیا لیدل کېږي.

د پاکستان له بېلابېلو برخو د غېرقانوني افغانانو د ستنېدو ترڅنګ د پي او آر او اې سي سي کارډ لرونکي افغان کډوال هم خپل وطن ته ستنېږي او هره مياشت په زرګونو شمېر کې کډوال خپل وطن ته روان دي.

په پېښور کې مېشت قانوني اسناد لرونکي افغانان وايي د بې اسنادو افغانانو د ستنېدو سره سم دوی هم د اینده په اړه اندېښمن دي او د بېرته تګ فېصله يې کړې ده.

د پېښورخزانې کېمپ اوسېدونکی عزت الله وایي، له دوی سره ويره شته خو بيا هم د پولیسو په پوسته باندې ډاډه ورځو ځکه چې دوی اې سي سي کارډونه لري او هغه ور ښکاره کوي:

"مونږ سره دا ويره ده چې زياتره پوليسو ته چې اې سي سي کارډ ښکاره کړو نو هغه وايي دا څنګه کارډ دی په دې خو نه نېټه شته، دا دويم نمبر دی او د دې خو معياد هم ختم دی نو مونږ اې سي سي کارډونو واله ته دا ستونځې ډېرې راپېښېږي".

په پېښور کې د افغان کمیشنرېټ چارواکي وايي د نومبر په مياشت کې 7,500 پورې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال د تورخم په لاره خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

افغان کډوال تور لګوي د پي او آر او اې سي سي کارډ لرلو پرته هم هغوی ځورول کېږي، نيول کېږي او پيسې هم ترې اخېستل کېږي.

د کمشنرېټ چارواکي وايي پوليسو او نورو اړونده ادارو ته بيا بيا ويل شوي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان دې نه نيول کېږي او نه دې ځورول کېږي.

د پېښور د افغان کمشنرېټ چارواکی فضل ربي، چې کوم په خپله خوښه ستنېدونکي افغانان دي او د يو اېن اېچ سي آر په مرسته سره ځي په هغو کې هم زياتوالی راغلی دی. فضل ربي وي او اې ډیوه ته وویل:

"په هغوی کې چې څومره خلک راشي د پنجاب نه نو په يوه کورنۍ کې که 15 تنه وي په هغوی کې خامخا درې تنه اسناد نه لري نو هغه هم په دې ويره کې وي چې داسې نه دا ګټې وټې واله تن ونيسي او ويې شړي نو ښه دا ده چې ټول ورسره لاړ شو او د يو اېن اېچ سي ار له اړخه به مرسته هم راسره وشي نو ځکه د داسې کسانو ستنېدل هم زيات شوي دي".

په تورخم کې د حکومتي ادارو چارواکي وايي هغه قانوني افغانان چې د پاکستان نه ستنېږي د هغو کډوالو شمېره پکې زیاته ده چې د پي او ار کارډ لري.

چارواکي وايي د دسمبر په 12مه هم 65 پي او آر کارډ لرونکي او یواځې نهه تنه اې سي سي کارډ لرونکي افغانان د تورخم له لارې خپل وطن ته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG