لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د مخکیني پوځ درې پایلټان په امریکا کې د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړه شوي‌


د افغانستان د مخکیني حکومت د پوځ درې پايلټان چې له تېر کال راهیسې د امريکې د اوريګن رياست په سيلیم ښار کې مېشت وو د یوې الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

پولیس وايي دا پېښه د دسمبر په 16مه شوې او ابتدایي تحقیقات ښیي چې دوي په لړه کې الوتکه اوچته کړې وه او د بجلۍ د تارونو سره د جنګېدو په نتيجه کې غورځېدلې خو تر دې دمه د الوتکې د غورځېدو دقیق علت نه دی معلوم شوی.

په پيښه کې 35 کلن پايلټ محمد حسین موسوي، 35 کلن محمد بشیر صفدري او 29 کلن علي جان فردوسي مړه شوي دي.

دغه افغان پایلټان په 2022م کال کې د کډوالو لپاره يوې غيردولتي ادارې سيليم فار ريفيوجيز له خوا جوړ شوي د پايلټانو د روزنیز پروګرام برخه جوړ شوي وو.

په اوريګن کې د افغان سپورټ نيټورک غړی دروېش زاخېل وایي، "که څه هم دوی دلته خپل کار روزګار کاوه، خو غوښتل یې په امریکا کې هم خپل د پایلټۍ مسلک ته دوام ورکړي او له خصوصي هوایي شرکتونو سره کار وکړي".

د افغانستان د هوایي ځواک يو پخواني پايلټ کيهان صالحزي چې دا مهال د امريکې په نبراسکا کې مېشت دی، وایي درېواړو پايلوټانو د کلونو تجربه لرله خو د الوتکې د غورځېدو په اړه دقيق معلومات به د تحقيقاتو وروستو مخې ته راشي:

"طیاره د ټرېننګ د یو سکول وه، نورو جزیاتو تر اوسه په انتظار یو چې وګورو د غورځېدو علت یې څه شی دی".

د فېډرل هوايي چلند ادارې ریکارډونو مطابق درېواړو پايلټانو د دې کال په پیل کې د خصوصي پایلټ جوازونه (لايسنسونه) تر لاسه کړي وو.

د ځایي مېډيا د رپورټونو تر مخه غورځېدلې الوتکه د سيسنا سي 172 په نوم يوه وړه الوتکه ده چې پکې عموما د څلورو کسانو د ناستې ځای وي.

په کيليفورنيا کې مېشت يو افغان پايلټ عبد الحی عارف چې هم د دغو الوتکو تجربه لري وایي دغه سپکې طيارې وي نو بايد چې په الوځولو او چلولولو کې یې له احتياطه کار واخستي شي:

"د سپکو طیارو لپاره 15 ناټیکل مایل نه زیاته هوا تېزه ده، نو که هوا هم خرابه وي او اووره را کښته شوي وي، له سیمې سره هم بلد نه وي نو د غورځېدو امکانات بیا ډېر زیاتېږي".

دا مهال په اوريګن کې د افغان ټولنې وګړو د مړو شوو پايلټانو د جسدونو تر لاسه کولو او په افغانستان کې د هغو د کورنیو سره د مالي مرستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د متحدو ایالتونو د هوايي چلند فېډرالي اداره ايف اي اي او ملي ټرانسپورټ خونديتوب بورډ د پېښې په اړه تحقیقات کوي.

د رپورټونو تر مخه الوتکه به د ارزونې لپاره د واشنګټن رياست آبرن ښار ته وړل کیږي. د رپورټونو ترمخه لومړي تحقيقات به په يوه مياشت او بشپړ رپورټ به له 12 نه تر 14 مياشتو کې تياريږي.

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG