لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د پولو پرله پسې بندېدو د افغانستان او پاکستان تجارت سخت اغېزمن کړی


اقتصاد پوهان وايي په روان کال کې د ستمبر مياشت پورې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه تجارت کچه ۸۔۱ اربه ډالر ته رسېدلې وه چې په کې صادرات ۹۶۸ میلينه ډالره او افغانستان نه واردات ۸۹۳ ملينه ډالرو ته رسېدلي وو۔

خو داقتصاد پوهانو په وینا په پرله پسې ډول د پولو تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمينځ بې باوري زياته شوې او زيان يې سوداګرو ته رسيږي.

داقتصادي چارو پوهان او سوداګر وايي په کال ۲۰۲۳ کې دپولې دواړو خواؤ ته واکمنو داسې ګامونه اوچت نه کړی شو چې هغې سره دوه اړخيزه تجارتي هلې ځلې مخ په وړاندې لاړې شي.

اقتصاد پوهه زاهد الله شينواری وي او ای ډیوه ته وایي څه وخت مخکې تر امریکې وروسته افغانستان د پاکستان د صادراتو (اېکسپورټ) د پاره تر ټولو دويم غټ هېواد و خو افغانستان اوس پينځم يا شپږم نمبر ته راغورځېدلی دی.

هغه وایي "مونږ چې کومه تمه په افغانستان کې د طالبانو له راتلو لرله چې دې سره به دا تجارت زيات شي نو هغه د زياتېدو په ځای کم شوی او که دې کې څه لږ ډېر زياتوالی راغلی نو افغانستان نه وردات يا (اېمپورټ) زيات شوي او صادرات (اېکسپورټ) نه دي زيات شوي".

دهغه په وینا، په خاصه توګه افغانستان نه د سکرو ډبرو واردول زيات شوي نو افغانستان سره تجارت زمونږ په فائده کې نه دی روان او ورځ تربلې تجارت کې خساره زياتېږي او تجارت کمېږي او دا ښه خبره نه ده.

په کال ۲۰۲۳ کې څلو وارې يعني د دسمبر په پينځمه، د نومبر په ۲۱مه، د ستمبر په شپږمه او د فبرورۍ په ۱۹مه د تورخم لاره د ګاډو او پياده خلکو تګ راتګ د پاره تړل شوې وه .

افغانستان ته مالونه وړونکي سوداګر وايي د بېلابېلو ستونزو له امله افغان سوداګر اوس د پاکستان په ځائ نورو هېوادونو او لارو باندې مالونه راغواړي.

افغانستان ته صادرات کوونکی يا اېکسپورټر امیر الله اپریدی وایي ، دوي ته په مختلفو شکلونو کې تاوان رسيږي کله مال ونه رسي او کله وروستو ورسيږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي تجارت ځکه کمیږي چې هلته د پيسو نه ترلاسه کیدو ستونزه هم راځي او د ګاډو کرايې هم زياتې شي:

"زه به يوازې تورخم نه يادوم ، اوس هم غلام خان پوله باندې لانجه ده او بله دا چې چمن لاره باندې د تېرو دوؤ مياشتو نه پرلت روان دی او د تورخم او نورو لارو سره مونږ ته مالي زيان رسېږي او مونږ ورسره بې باوره کېږو هم ولې چې په وخت مالونه ونه رسيږي بلکې دا مونږ ته دوه درې واري تاوان رسوي".

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسلو پر سر له ترینګلتیا وروسته سوداګريزې اړېکې هم د خرابېدو لوري ته روانې شوې دي اؤ د افغانستان په ټرانزیټي سوداګرۍ کې د ځینو توکو پر وارداتو بندیز او په کراچۍ بندر کې د سلګونو کانټینرونو اېسارېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا لاملونه شوي دي.

په همدې حال کې تېره د نومبر میاشت کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د رییس الوزارا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته تللی وؤ او د ایران د چابهار بندر ارزونه یې کړې وه.

د افغان ټرانزیټ ټریډ نه علاوه د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ ګډه پوله هم وخت په وخت تړل کیږي اؤ د دواړو ملکونو تر منځ د وروستیو پېدا شوؤ کړکیچونوله وجې په دې وروستيو کې په چمن پوله د ويزې د شرط خلاف پرله پسې احتجاجونه روان دي.

د اکتوبر په ۳مه، د پاکستان د سوداګرۍ او مالیې د وزارت له خوا د پاکستان او افغانستان پر پوله د قاچاق د مخنیوي لپاره پر هغو ۲۱۲ توکو بندیز ولګول شو، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې افغانستان ته رسېدو وروسته بېرته پاکستان ته قاچاق کیږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG