لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅ مظاهرينو په حواله د وزيراعظم بيان ته غبرګون، نن بلوڅ يکجهتي کمېټۍ کاربنديز اعلان کړی وو


د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرانو، سياستوالو او د بشري حقونو فعالو د پاکستان د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ هغه بيان ته سخت غبرګون ويلی، چې پکې نوموړي په بلوچستان کې د جبري لادرکو او عدالت نه لرې وژنو په ضد اسلام آباد کې روان احتجاج د ترهګرو د ملاتړ په نوم ياد کړی وو.

د شورو- چارشنبې په ورځ بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د خپلو غوښتنو نه منل کېدو ضد په ګرد ملک کې د کاربنديز اعلان کړی، او د بلوچستان صوبې په بلوڅو سيمو کې کاروبارونه تړلي پراته وو. د نور ملک نه د کاربنديز خبرونه نه دي ترلاسه شوي.

د ګل- دوشنبې په ورځ په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د بلوڅ مظارهره چیانو سره شوي چلند په حواله خبرې کړې او ويلي یې وو، په بلوچ مظهرچيانو شوې تشدد مهمه پېښه نه ده شوې او څوک چې د احتجاج په نوم د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوي بايد د دغو وسلاوالو ډلو د ليکو سره يو ځای شي.

د بلوڅ پرلت مشرې ماه رنګ بلوڅ د وزير اعظم د بيان په غبرګون کې وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، "مونږ وايو چې دې رياست کې جبري لادرکو ته جواز لټول کيږي او هم دا روان دي، د پاکستان په قانون کې په زوره د خلکو لادرکه کول يو غېر آيني عمل دی، د پاکستان وزير اعظم د جبري لا درکو سنګينه ستونزه د ترهګرۍ سره تړلې ده او دا د دې خبرې اعتراف دی چې خلک رياستي ادارو په زوره لا درکه کړي دي".

په اسلام آباد کې سياستوال وايي د داسې تورونو لړۍ په پاکستان کې له پخوا راهسې را روانه ده چې مقصد يي د خپلو جايزو حقونو لپاره مبارزه کوونکو د خپلې مبارزې څخه په شا کول دي.

د عوامي ورکرز پارټۍ عصمت شاهجان وايي، "د مثال په توګه سوشلسټان به يي د کفارو په نوم يادول، قام پرست به يي غدار ګرځول او د ښځو د حقونو مبارزينو ته يي بې حيا وويل، او پخ دې طريقه رياست په اولس کې د خلکو جرړې کټ کوي، او د وزير اعظم د دې اوسني بيان مقصد د بشري حقونو او جبري لادرکو خلاف مبارزه کوونکو ته چې کوم ملاتړ ترلاسه کيږي ، په هغې نيغ په نيغه ګوذار دی".

په بلوچستان او د هيواد په نورو سيمو کې د جبري لا درکو ستونزه د لا درکه تنانو خپل خپلوانو او رياست ترمينځ د تاو تريخوالي لويه وجه ګڼل کيږي.

پرون د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عيسا د جبري لا درکيو په اړه اورېدنه کې د جبري لادرکيو معامله سنجيده مسله بللې او د تل دپاره هوارولو یې ويلي وو.

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن (ايچ آر سي پي) حارث خليق "که د چا حقونه نه پوره کول کيږي او په دې باندې هغوي مرور دي نو د هغوي سره به خبرې کول وي او د هغوي د حقونو د منلو هڅه به کوي، ولې چې په پاکستان کې د مساوي شهريت، وفاقيت او جمهوريت نه بغير چارې په وړاندې نشي تللی".

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ کاربنديز

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ نن په زوره د بې درکيو، عدالت نه لرې وژنو او بشري حقونو د سروغړونو ضد کاربند اعلان کړی وو، کمېټۍ په اېکس (پخواني ټويټر) د بلوچستان صوبې د ځينو علاقو عکسونه او ويډيوز خپرې کړي چې هلته مکمل کاربنديز دی.

د کوټې څخه د ډيوه خبریال حفيظ الله ستوری شېراني وايي، خبرونه یې ترلاسه کړي چې د ډېره مراد جمالي، مچ بولان، چاغي، وډ، خضدار، لسبېله، حب او کېچ په علاقو کې په بشپړ ډول کاربنديز او کاروباري مرکزونه تړلي پراته وو.

په اسلام اباد کې پرلته کوونکي وايي، پوليس او انتظامیه یې ځوروي او اسلام اباد هايکورټ ته یې په دغه اړوند خواست کړی وو.

د رپورټونو ترمخه، د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس محسن اختر کیاني نن په دغه خواست اورېدنه کړې او ضلعي انتظاميه یې د بلوڅ مظاهره کوونکو او کورنيو په زوره لرې کولو څخه منع کړې ده.

د ماه رنګ بلوچ پریس کانفرنس

په زوره د خلکو د بې درکه کېدو اؤ له عدالت پرته وژونو پرضد په اسلام آباد کې احتجاج کوونکي د بلوچ يکجهتي کمېټۍ منتظمینو وئیلې دي که چرې رېاست د دوی غوښتنې ونه منلې د ملګرو ملتونو د دفتر مخامخ به احتجاجي ناسته پېل کړي، وایي حکومت ورسره په مذاکراتو کې سنجیده نه دی.

د جنورۍ په درېیمه په اسلام آباد کې د خبري کانفرنس په وخت د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوچ ویلي، د څلوېښتو ورځو نه زیات وخت راهیسې دوی احتجاج پېل کړی او د دولسو ورځو نه په اسلام آباد کې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو د پاره ناست دي خو حکومت تر اوسه له دوی سره څه قسمه مذاکرات نه دي کړي:

"زمونږ د تحریک درېیم پړاو کې به په اسلام آباد کې زمونږ احتجاجي ناسته روانه وي، د بلوچستان په شمول به ګرد هیواد کې هم احتجاج کوو اؤ که ریاست زمونږ غوښتنې ونه منللې خپله احتجاجي ناسته به د ملګرو ملتونو دفتر مخامخ کوو ځکه چې اسلام آباد پریس کلب مخامخ د پولیسو لخوا اوس هم مونږ ته خطر دی".

د پاکستان حکومت بلوچ مظاهرچیانو سره د مذاکراتو د پاره درې کسیزه کمېټۍ هم جوړه کړې ده اؤ حکومت وایي دې کميټۍ د مظاهرچیانو سره مذاکرات کړي دي خو بلوچ احتجاج کوونکي دا دعوې ردوي.

اسلام آباد هايکورت د جنورۍ په درېیمه اسلام آباد پولیسو ته امر کړی بلوچ مظاهرچیان دې بې ځایه نه ځوروي او د پولیسو اېس اېس پي او مرستیال کمشنر یې هم د جنورې په پینځمه ن عدالت ته بللي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG