لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: پولیس وایي د پولیو ټیم پر ساتونکو د وسلوالو برید کې يو عسکر ژوبل شوی


د پښتونخوا له باجوړ وروسته د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د پولیو وېکسن ټیم پر ساتونکو پولیسو برید شوی دی. پولیس وایي دا پېښه د کوټې د مشرقي بايي پاس په سيمه کې د منظور شهيد په نامه د پوليس تاڼې په حدودو کې شوې چې پکې یو پوليس عسکر ژوبل شوی دی.

د پولیسو په وينا وسلوال بريد هغه وخت شوی چې په سيمه کې د پوليو ټيم کارمندان ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په ورکولو بوخت وؤ. وایي په پېښه کې د پولیو ټیم ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او ټول کارمندان یې خوندي دي۔

د ژوبل پوليس عسکر شناخت د جمیل احمد په نامه شوی او تعلق يې د بلوچستان کانسټېبلري پوليس سره ښودل شوی۔ په پېښه کې ټپي شوی پولیس عسکر د علاج لپاره د کوټی سول روغتون ته رسول شوی اؤ

د سېول روغتون کوټې د پوليس سرجنې ډاکټر عايشه په وينا، جميل احمد پر سينه يوه مرمۍ لګېدلی او د هغه حالت له خطر سره مخ دی او دم ګړۍ يې په ای سي يو کې داخل کړی۔

خو ډاکټر عايشه وايي چې ګولۍ له نږدې لګېدلې ده او داسې ګمان کېږي چې دا حادثاتي چلېدلې وي خو چارواکي دعوه کوي چې دا ترهګريز بريد دی۔

د بلوچستان د سر ښار کوټې کمشنر محمد حمزه شفقات پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې

"د پوليو ټيمونو پر مامورينو بريد شوی دی، موږ د ټپيانو هر ډول ممکنه پاملرنه کوو، زموږ ټیمونو ژمنه کړې چې په لا زیاتې حوصلې سره کار وکړي، د ناپوهو ترهګرو دا بزدلانه بریدونه به زموږ مخه ونه نیسي"

د پاکستان په جنوب لويديځه صوبه بلوچستان کې د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن د جنوري پر ۷مه پيل شوی و چې تر څوارلسمې جنوري پورې به دوام لري۔

ټاکل شوې ده چې په دې کمپاين کي به په ټول ايالت کې پينځه ويشتو لکو اؤ شپږ نوي زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د بلوچستان د پولیو ایمرجنسي آپریشن سینټر بلوچستان کوآرډینیټر سید زاهد شاہ ډیوه ته ویلي په کيمپېن کې شاوخوا يوولس زره ګرځنده ټيمونو برخه اخلي۔

د بلوچستان د صحت محکمې ايالتي سيکرټري عبدالله خان په سرښار کوټه کې د کيمپېن پرانيسته ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو سره کرې وه، هغه وخت هغه ويلي وؤ چې کيمپېن به د صوبې په شپږ دېرشو ضلعو او اته سوه يونين کونسلونو کې ترسره کېږي.

د کيمپېن په ترڅ کې به شاوخوا شپږويشت لکو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځوؤ کلونو پوري دي، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG