لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په کېچ سيمه کې د ايف سي ځواک پر موټر بريد کې پینځه ملېشه عسکر وژل شوي


د ایران پولې ته نیژدې د بلوچستان په کېچ ضلع کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وسلوال برید شوی دی چې د چارواکو په وینا د ملېشه یا نیمه پوځي ځواک لږ تر لږه پینځه عسکر پکې وژل شوي دي.

پوليس وايي پېښه نن د خالي- شنبې په سهار د ضلع کېچ په تحصيل بليده «کلي سر» سيمه کې شوې ده چې پکې د ايف سي ځواک پينځه عسکر وژل شوي او د يوه افيسر په ګډون درې ټپي شوي دي۔

د تربت پوليسو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، ياده سيمه بي ايريا يا د ليويز ځواک تر ولکه لاندې راځي. چارواکي په تفصيل کې زياته کړه:

"له اوله په نېږدې غرونو کې [وسلوال] ورته پټ دي چې کله د ايف سي ځواک ګاډی له يادې سيمې پر تېريدو وو، هغه وخت اول چاودنه شوې او وروسته بيا سختې ډزې شوې دي چې ايف سي ځواک هم ځوابي ډزې کړې خو بريد کوونکي تښتېدلي دي، موږ د پېښې نورې پلټنې روانې کړې دي".

پوليس وايي، په وژل شوو کې يو لانس نايک او څلور سپاهيان دي او په ټپيانو کې يو افيسر يو لانس نايک او يو سپاهي شامله دي۔

د بلېده د ليويز چاراوکو وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې ويلي، له يادې پېښې وروسته په نېږدې غرونو کې د بريدګرو پر ضد لټه روانه ده۔

د پېښې ذمه واري تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په کېچ، تربت او نورو بلوڅ مېشتو سيمو کې تر دې وړاندې دې ته ورته بريدونو زمه واري زياتره وخت بلوڅ وسلوالې ناقانونه ګرځول شوې ډلو منلې دي۔

د يادې پېښې په اړه د حکومت او امنيتي ځواکونو له لوري د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی۔

د تربت تر څنګ نن د شنبې يا خالي په ورځ د بلوچستان په سر ښار کوټه سټلايټ ټاون کې يو پوليس عسکر په ډزو وژل شوی۔

د پوليس چارواکو په وينا د هدفي وژنه ده او پېښه هغه وخت په نخښه شوی چې کله هغه خپلې ډيوټې ته روان وو۔

پر ټولنيزو رسينو دعوه شوې چې د ياد بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده، خو ډيوه په ازاده توګه د دې دعوې تصديق ونه کړای شو۔

په تېرو څلوريښت ساعتونو کې دا دويمه هدفي وژنه ده، د جمې په ورځ د کوټې په مشرقي بايي پاس سيمه کې پر پوليس عسکرو وسلوال بريد شوی وو چې يو عسکر ټپي شوی او وروسته يې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه وکړې۔

پوليس ويلي، د پوليو ضد څاڅکي ورکونکي ټيم د خونديتوب دنده تر سره کونکي پوليس پارټۍ باندې هدفي بريد شوی او بريګر په تېښته بريالي شوي وو۔

د بلوچستان د کورنيو چارو نګران وزير مير زبير جمالي ياده پېښه غندلې او د پېښې رپورټ طلب کړی دی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG