لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډرایورانو د ویزو په سر د تورخم تجارتي لاره په دویمه ورځ هم تړلې پرته ده


File Photo
File Photo

له ډریوارانو د ویزې اؤ پاسپورټ غوښتل کېدو په جنجال د تورخم تجارتي لاره نن په دویمه ورځ هم د تجارتي ګاډو پرمخ تړلې پرته ده.

د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ ددغه مهمې تجارتي لارې تړل کېدو له امله د سلګونو په شمېر کې مال وړونکي ګاډي د تورخم کرښې دواړو خواؤ ته بند پاتې شوي دي.

ډرايوران وايي د تورخم لارې د تړل کېدو له امله يې مشکلات لا زيات شوي او په لارو کې هم هغوى د پاره هيڅ اسانۍ شتون نه لري.

د تورخم په کرښه د بند پاتې شوي یو ګاډي ډرایور ميرزمان چې دافغانستان د لوګر ولایت اوسیدونکی دی ، وي او ای ډيوه ته وایي هغه د لارې بندیدو جنجال دومره ستړی کړی چې نور غواړي دا لاره دې په مستقل ډول وتړل شي.

د میرزمان په وینا "شل يوويشت ورځې مو هغه غاړې ته وشوې چې دلته راتلو، او که دې اوښتو راوښتو ته وګورو نو مونږ وايو چې پوخ يې بند کړي"

هغه وایي کله د ويزې او کله د حکومتونو کشالې وي او دوي ته هیڅ رقم سهولت نشته .

نوموړی وایي " پاکستان سفارت خو په افغانستان کې نشته چې مونږ ويزې جمع کړو او ان لاین يې چې جمع کړو نو هغه هم بېرته راشي،نو مونږ نور نه پوهېږو چې چرته لاړ شو"

دغه افغان ډرایور وایي يوه مياشت او پينځه ورځې یې وشوې چې په تورخم کې دی اؤ حیران دی چې پخپله لږه شان مزدورۍ کې به قسط ورکوي، ټايرونه به لګوې او که د کور خرڅې به پوره کوي.

په تورخم کې پاکستاني چارواکو د تېرکال د نومبر په مياشت کې هم ډرايورانو ته له ويزې پرته په تورخم کرښه د اوښتو اجازه نه ورکوله او لاره يې تړلې وه خو بیا د دواړو لوریو ترمنځ د مذاکراتو نتیجه کې دغه تجارتي لاره پرانستل شوې وه.

د خالي یا يکشنبې په ورځ په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې وه چې تورخم دروازه د ګاډو چلوونکو د ويزو د نشتوالي له امله پاکستاني چارواکو یو ځل بیا تړلې ده۔

طالب چارواکو ویلي،دوي د مسلې د حل دپاره پاکستاني لوري سره خبرې کوي.

ډرايوران وايي بايد په پاسپورتونو کې وخت او ويزې لګولو د پاره هغوى ته وخت ورکړى شي.

په تورخم کرښه د بند پاتې شوي یو بل ګاډي ډرایور حشمت الله چې ویزه نه لري ، ډیوه ته وایي ، د لارې تړل کېدو سره د ډېرو غريبانو خلکو کار وران شوی دی او ويزې اوس د ځېنو کسانو سره شته او ډېرو سره نشته خو دخلکو کار يې وران کړی دی

د حشمت الله په خبره "زه په خپله د لواړګي اوسېدونکی يم، پاکستانۍ يم او مرسډيز ګاړی چلوم او هغې غاړې ته يې هم اړوم او دې غاړې ته هم خو اوس ويزه غواړي او رايسار يو او ډېرو خلکو ته مشکل دی بايد دا حل شي"

په تورخم کې د حکومتي ادارو چارواکي وايي تراوسه پورې د لارې خلاصېدو په اړه ورته هيڅ مالومات نه دى ترلاسه شوي او نه افغان طالبانو سره خبرې اترې پېل شوې دي.

چارواکي وايي لاره د پياده خلکو تګ او راتګ د پاره خلاصه ده او ددې ترڅنګ د افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو لړى هم روانه ده .

اقتصاد پوهان وایي ، په دې ورستيو کې په پرله پسې ډول د پولو تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمينځ بې باوري زياته شوې او زيان يې سوداګرو ته رسيږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG