له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خیبر پختونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوځ پر چیک پوسته ځانمرګی برید شوی چې پکې دوه پوځیان او څلور ملکي وګړي ژوبل شوي.
پولیسو دا پېښه تایید کړې ده او وايي دا پېښه د میر علپ تاڼې په مچي خېل سیمه کې شوې او یو ځانمرګي بریدکونکي موټر سایکل له پوځي پوستې سره جنګولی دی.
د میر علي پولیس تاڼې چارواکي وايي دې پېښه کې څلور ملکي کسان ژوبل شوي چې زیاتره مزدور خواريکښ دي چې د پوستې ترڅنګ یې په یو ټرک کې سفر کولو چې چاودنه وشوه.
پولیس وايي علاقه یې په ګیره کې اخستې او دې پېښه کې ژوبل کسان بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي چې پکې د ټرک ډرایور او یو بل مزدور حالت سخت خراب دی.
د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینې وايي د برید په نتیجه کې دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي.
تر دې مهال چا زمه داري په غاړه نه ده اخستې.
Forum