ایران له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې له پاکستانه غوښتل چې په بلوچستان صوبه کې د "مېشتې" سني وسلوالې ډلې جیش العدل خلاف ګامونه واخلي، ځکه چې وایي په هغه هېواد خصوصاً په سېستان بلوچستان کې په ګڼ شمېر وسلوالو بریدونو کې لاس لري.
پاکستان تل په خپله خاوره کې د جیش العدل وسلوالې ډلې له موجودګۍ انکار کاوه او ویل یې چې خاوره یې د بل چا خلاف نه کارول کېږي، خو د ایران پاسدارانِ انقلاب د نهې- سه شنبې په ورځ د بلوچستان په پنجګور کې پر دوو کورونو هوایي برید وکړ، چې وایي د جیش العدل د وسلوالو کورونه وو.
پاکستاني چارواکي وايي په پنجګور ضلع کې د سبزکوه په نامه کلي کې د ميزايل بریدونه شوي چې يوه ماشومه او يو ماشوم پکې وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون درې تنه نور پکې ټپيان شوي هم دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د جيش العدل د مرکزونو په نخښه کولو دعوې رد کړې او وي او اې ډيوه ته یې ويلي،" په دې کې عادي خلک په نخښه شوي دي، د ترهګرو د وژنو کومې ادعاوې کېږي دا بې بنسټه خبره ده".
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي، په برید کې پاکستاني وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی او وایي د جیش العدل "ترهګرو" ته یې په سېستان بلوچستان کې د پولیسو پر تاڼه د وروستي برید جواب ورکړی دی.
د ایران سېستان بلوچستان د پاکستان له صوبه بلوچستان سرہ پرته سيمه ده، پاکستان او ایران له یو بل سرہ شاوخوا 995 کیلومیټره اوږده پوله لري. ګوادر، واشک، پنجګور، کېچ او چاغي ضلعې له ایران سرہ پر پوله پرتې دي او دا ټولې سني بلوچ مېشتې سیمې دي.
جندالله او جیش العدل:
له کال 2000م وروسته پر ایراني عسکرو د وسلوالو بریدونو رپورټونه ورکول پېل شوي او په دې کې زياتره وخت د بريدونو ذمه واري د هغه وخت د جندالله په نامه سني وسلوال تنظيم منلې.
جندالله په 2003م کال وجود ښکاره کړی وو. دغه تنظيم په لومړيو کې د جندالله په نامه وو چې د عبدالمالک رېکي په نامه کمانډر په مشري کې يې د ايران حکومت او شيعه اکثريت پر ضد وسلوال فعالیت کاوہ.
په کال 2010م کې ايران د جندالله مشر عبدالمالک رېکي ګرفتار کړ او هغه ته يې په هغه کال په ايران کې د ترهګري کولو په تور پانسۍ ورکړه.
ياد تنظيم هغه وخت دعوه کړې وه چې دوی په ايران خصوصاً په سېستان بلوچستان کې د سني بلوڅانو د عقيدې، کلتور او حقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي او غواړي پراخ حقونه ولري.
د عبدالمالک رېکي له زېندۍ کېدو وروسته د هغه ورور عبدالروف رېکي د النصر په نامه تنظيم اعلان کړ او د عبدالمالک رېکي تنظيمي ملګرو په کال 2012م کې خپل نوم له جندالله څخه په جیش العدل باندې بدل کړ.
جيش العدل د عربي ژبې توری دی چې مطلب يې "د انصاف پوځ" دی، خو ایران دا ډله په "جیش الظلم" یعنې "د ظلم پوځ" یادوي او پر سعودي عرب او امریکا یې د ملاتړ تور پورې کوي، خو امریکا او سعودي دا تورونه بې بنیاده ګڼي.
له کال 2003م جندالله او له 2012م وروسته جیش العدل د ايران په بېلابېلو ښارونو او سرحدي سيمو کې د لويو او وړو بريدونو ذمه وارۍ منلې دي، چې پکې د سلګونه شعيه ايرانيانو تر څنګ سلګونه ايراني عسکر وژل شوي دي.
ايران دا ډله ترهګره ګرځولې ده. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم جندالله او جیش العدل دواړه "د بهرنیو ترهګرو ډلو" په فهرست کې شاملې کړې دي.
د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې يو ﺭپوﺭټ دی چې" په کال 2005م کې د هغه وخت د ايران پر صدر احمدي نژاد باندې د بريد په ګډون په څو چاودنو او بریدونو کې جيش العدل لاس درلود چې هغه وخت يې نوم جندالله وو"، په رپورټ کې ويل شوي چې "تر ډېره په سرحدي ولایتونو بلوچستان، چاه بهار او زاهدان کې دې ډلې بريدونه تر سره کړي دي".
ايران تور پورې کوي چې دا ډله د پاکستان په بلوچستان صوبه بلوچ مېشتو سيمو کې وجود لري او ځينې شنونکي هم په دې بارو دي.
ايران چې د بلوچستان په پنجګور کې کوم کلی «کوه سبز» په نخښه کړی هغه يو له هغو سیمو بلل کيږي چې د جیش العدل ډلې پلويان پکې زيات دي.
د سيمې ځينې خبريالان وايي، د جيش العدل او د پاکستان د پوځ پر ضد وسلوال فعاليت کوونکو بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوو ډلو تر منځ هم په تېرو کلونو کې خونړي بريدونه شوي دي.
د تېر 2023م کال د دسمبر پر 15مه د ايران په سرحدي صوبه سېستان بلوچستان کې پر پوليس مرکز وسلوال بريد کې 11 ايراني پوليس عسکر وژل شوي وو. د هغه بريد ذمه واري هم جيش العدل منلې وه.
پاکستان زياتره وخت تورونه پورې کړي چې بلوڅ بېلتون خوښي پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي او بيا د ايران په سيستان بلوچستان په سرحدي سيمو کې پناه اخلي، خو ايران دا تورونه رد کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ خپره کړل شوې اعلامیه کې د ایران لخوا د پاکستان د فضایي هوایي حدود سرغړونه په کلکه غندل شوې او له ایرانه یې خپل سفیر بېرته ور بللی، د ایران سفیر- چې د ایران په سفر دی- ته يې اسلام اباد ته د نه ور ستنېدو امر کړی او له ایران سره يې رسمي دورې منسوخ کړې دي.
Forum