لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان او سوداګر: د تورخم او نورو لارو تړل دواړو حکومتونو او تاجرانو ته غټ زيان اړوي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ غټ لاره تورخم چې په شپږمه ورځ تړلې پرته ده، اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د تورخم په شمول د نورو لارو تړل کېدو له امله به د دواړو حکومتونو ترڅنګ سوداګرو ته هم غټ زيان واړوي او دې سره به تاوتريخوالی نور زيات شي.

د دوی په وینا د تجارت مخ په وړاندې بوتلو په لړ کې ګامونه اوچتول او دوه اړخيزه تجارت ښه کول پکار دي.

سوداګر او د پېښور سرحدچېمبر اف کامرس کې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا د تجارت د ودې دپاره کارکوونکې سټېنډنګ کمېټۍ مشر شاهد حسېن وايي، د پولې بندېدو له امله زيان سوداګرو ته رسيږي د حکومتونو سره نورې لارې هم شته.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "تجارت ولاړ دی او تاسو خپله فکر وکړئ چې په دې کې داسې مزدوران دي چې هغه سحر راوځي او ماښام بچو له رزق وړي او چې کله تجارتونه ودريږي نو بيا د امنتيت ستونزه رامخې ته کيږي او حالات به نور خرابيږي".

د تورخم پوله د 12مې جنورۍ په شپه د ډرايورانو سره د پاسپورټونو او ويزو د نيشتوالي له کبله د مال وړونکو ګاډو تګ او راتګ په وړاندې تړل شوې چې تراوسه بنده پرته ده.

سوداګر وايي پاکستان حکومت او شخصي ادارو په وروستيو کې د ايران، روس، قازقستان، کرغزستان او نورو مرکزي اسیايي هېوادونو سره تجارتي لوظنامې لاسليک کړي او دې هېوادونو ته لارې په افغانستان ورغلي دي.

د خېبرچېمبراف کامرس وياند شکيل وحيدالله وايي، "بنيادي خبره دا ده چې که مثال په توګه چري د افغانستان لاره د ټرانزټ د پاره پاکستان ته خلاصه وي نو زمونږ مالونه يا شيان د مرکزي اسيايي هېوادونو اخري سرحد پورې هم رسېدی شي".

هغه وویل، "خو خبره دا ده چې دلته په وړو وړو خبرو باندې لارې بندولو سره د اقتصاد ته هم تاوان او د اولسونو په مينځ کې بې باوري هم زياتيږي".

اقتصاد پوهان وايي د افغانستان په 80 فيصده مارکيټونو کې دا وخت د ايران جوړ شوي شيان پراته دي او د پاکستاني شيانو نه په ارزانه بيه ملاويږي او اسانه سره هم رسيږي.

شاهد حسېن وايي، "که افغان حکومت دی نو هغه دې هم وګوري چې ګټې يې په څه کې دي نو هغه دې خوندي کړي خو چې پاکستان حکومت کومې غوښتنې دي او جايز دي نو بايد ومنلی شي".

د نوموړي په خبره، "بيا پکار ده چې دواړو قامونو مسوولين يا زمه وار خلک کښېني او په حوصلې سره دا خبرې وڅيړي"

اقتصاد پوهانو په وروستيو کې ویلي وو، د پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت وړاندې نه د ستونزو ښکار دی او د پرله پسې په تجارت کې د خنډونوله کبله به د افغانستان مارکيټ نور هم د پاکستان د لاسونو څخه ووځي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG