پاکستان په ايران کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو په نخښه کولو، او ايران د وسله والې ډلې جېش العدل په هدف کولو دعوې کړي، څيړونکي وايي، پاکستان او ايران کې د جېش العدل او بلوڅو ستونزه ډېره پخوانۍ ده.
څيړونکی خبريال انور ساجدي وايي، په ايران کې د بلوڅو سونزه اوسنۍ او دومره اسانه نه ده.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "د ايران د سيستان بلوچستان سيمه انګريزانو لسيزې وړاندې د بلوڅو له رضا او خوښۍ پرته د ايران برخه ګرځولې، نو دا ستونزه خو له پخوا څخه هلته وجود لري، په بلوچستان کې د بلوڅ قام پر نامه د ايران له بلوڅانو سره خواخوږي لرونکي شته، ځکه چې دا يو قام دی او يوه ژبه يې ده او يو کلتور يې دی، د ايران په سيستان بلوچستان بيا تر کرمان سيمې پورې دا بلوڅ سيمې دي او دلته د بلوڅو ابادي ده".
نوموړی د ايران لخوا د جېش العدل هدف کولو دعوې ته په غبرګون کې وايي، "دا ويل مشکل دي چې دلته د پاکستان په بلوچستان کې د جېش العدل خلک وجود لري، د بلوچستان بلوڅان روشن فکره دي هغه کوم مذهبي تنظيم نه سپورټ کوي، تر کومه ځايه چې د ايران دعوې دي نو داسې تورونه خو ملکونه د يو بل پر ضد تل ضرور لګوي".
بلوڅ څيړونکی او خبريال رشيد بلوڅ د جېش العدل جوړېدو او په شا یې علتونو په اړه وايي، "د جندالله چې اوس جېش العدل دی، دې تنظيم عمل په اصل کې د ايران د رياست او حکومتونو د سني بلوڅانو پر ضد د پاليسو او سختيو نتيجه ده، د 70مې په لسيزه کې د ايران د سيستان بلوڅ سنيان مذهبي او قامي مشران د ايران د هغه وخت د حکومت او ادارو له لوري رټل شوي، وژل شوي، او له ايران څخه په زوره شړل شوي، نو په هغه کې داسې خلک شته چې هغه د ايران د حکومت او پاليسو ضد فکر لري او هغه فکر ته کار کوي".
د نوموړي په خبره، "دا خلک په بلوچستان پاکستان کې هم شته او په افغانستان کې هم شته، د دې خبرې معنا دا هم نه ده چې هغه راغلي ټول خلک د ايران پر ضد دي او يا د جېش العدل ملګري دي".
پاکستان کې اکثره څيړونکي خبريالان، چې په لاقانونه ګرځول شوو ډلو معلومات لري، د نوم اخستو سره پرې د ډېر څه ويلو نه ډډه کوي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې يو وتلي خبريال د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، "ځينې داسې نخښې نخښانې شته چې د هغوی پر اساس دا دعوه کيدای شي چې په بلوچستان کې له جېش العدل سره تعلق لرونکي وجود لري، د دې خبرې يو دليل دا دی چې پاکستان په خپله د جېش العدل ډېر مهمه کس حميد ريکي څو کاله وړاندې دلته په بلوچستان کې ګرفتاره کړی او بيا يي د رسنيو په مخ کې وايراني چارواکو ته په کوټه کې په لاس ورکړی وو".
هغه وويل، "په حميد ريکي دا تور وو چې هغه په کال 2018 اکتوبر 15م باندې تر لس زياته ايرانيان د ايران له ميرجاوه سيمې څخه اغوا کړي ړو او دلته يې بلوچستان ته راوړي وو، بيا د پاکستان ځواکونو له عملياتو وروسته هغه ايرانيان د جيش العدل له ولکې خلاص کړي او ايران ته يې په لاس ورکړي او هم دغسې د پنجګور په کومه سيمه کې چې ايران بريد کړی هلته داسې رپورټونه شته چې لدې ډلې سره د تعلق لرونکو تګ راتګ او خپلوان ژوند کوي".
خو پاکستاني چارواکو د ايران د بريد او دعوو په ځواب کې ويلي چې په سبز کوه سيمه پنجګور کې چې ايران کوم خلک وژلي دا اولسي او بې ګناه وګړي دي، دلته د جېش العدل وجود نشته.
يوې سرچينې د شناخت پټ ساتلو پر اساس وي او اې ډيوه ته ويلي،"د ايران او پاکستان په دواړو سرحدي سيمو کې د جيش العدل خلک شته، ځکه چې دا زياته شاته پاته سيمې دي او دلته د دواړو ملکونو د ځواکونو موجوديت د نورو سيمو په پرتله کم دی، اوس د ايران او پاکستان دواړو ملکونو له لوري سرحدي باړ/ خاردار تار هم په زياترو سيمو کې لګېدلی دی خو بيا هم د داسې ډلو تلل راتلل وي، ماشکيل، تمپ، واشک، پنجګور، تربت، پروم، تفتان او نورې سيمې هغه دې چې دغسې ډلې يې لارې چارې استعمالوي".
د کوټې ځايي خبريال زين الدين وايي، "د ايران او پاکستان پر پوله دواړو لورو ته د دې تنظيمونو د شتون دعوې دواړه رياستونه کوي، او دا د دواړو لپاره يو رښتونې مسله ده خو زياتره وخت رياستونه له داسې تنظيمونو څخه د ضرورت تحت خپله ګټه هم تر لاسه کوي، او رياستونه نه غواړي چې د دوی ضد کارکونکي تنظيمونه دې په پوره او رښتينې توګه ختم کړل شي".
سرچينې وايي چې جيش العدل تنظيم د ايران په سيستان-بلوچستان حکومت او ادارو کې هم خپل خواخوږي لري او هغه وخت ناوخته و دوی ته معلومات او نورې مرستې ورکوي.
جندالله په 2003م کال وجود ښکاره کړی وو. دغه تنظيم په لومړيو کې د جندالله په نامه وو چې د عبدالمالک رېکي په نامه کمانډر په مشرۍ کې يې د ايران حکومت او شيعه اکثريت پر ضد وسلوال فعالیت کولو.
په کال 2010م کې ايران د جندالله مشر عبدالمالک رېکي ګرفتار کړی او هغه ته يې په هغه کال په ايران کې د ترهګرۍ کولو په تور پانسي ورکړې وه.
ياد تنظيم هغه وخت دعوه کړې وه چې دوی په ايران خصوصاً په سېستان بلوچستان کې د سني بلوڅانو د عقيدې، کلتور او حقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي او غواړي پراخ حقونه ولري.
د عبدالمالک رېکي له تېزندۍ وروسته د هغه ورور عبدالروف رېکي د النصر په نامه تنظيم اعلان کړی او د عبدالمالک رېکي تنظيمي ملګرو په کال 2012م کې خپل نوم له جندالله څخه په جیش العدل باندې بدل کړی وو.
Forum