په بنو کې ترهګرۍ پرضد عدالت د پي ټي ایم د دریوؤ فعالینو ضمانتونه منظور کړي اؤ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چکوال ضلعې انتظامیه بیا د ۱۵ ورځو د پاره زندان کې بند کړی دی.
منظور پښتین د تیرو ۴۵ ورځو راهسې زندان ته اچول شوی اؤ پاکستان کې د بشري حقونو سازمان ایچ آر سي پي په وروستیو کې ویلي د پاکستان ریاست باید له پي ټي ایم سره سنجیده مذاکرات پیل کړي او ښاغلی پښتین دې بې له کومه شرطه خوشی کړي.
د پي ټي ایم وکېل شعیب سدوزی وايي د پي ټی ایم د دوؤ فعالانو عید رحمان او زکیم مداخېل په ټولو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي او د ګیله من وزیر په څلورو مقدمو کې ضمانت منظور شوی او یو مقدمه کې یې ضمانت پاتې دی چې د هغې به سبا د خالي یا شنبې په ورځ په سول عدالت کې اوریدنه کیږي .
ښاغلي سدوزي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي چې د پي ټي ایم په یادونو فعالانو شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ او د غدارۍ پینځه مقدمې درج وې او نن د بنو ترهګري ضد عدالت د دوی په ټولو مقدمو کې ضمانتونه منظور کړي دي.
هغه وویل عید رحمان او زکیم به نن خوشي کړل شي او ګیله من د پاره یې په سېول عدالت کې د ضمانت خواست جمع کړی چې هغه د اورېدنې لپاره منظور شوی اؤ سبا به یې اوریدنه کیږي اؤ هیله ده چې د هغه ضمانت به هم منظور شي .
وکیل وایي دا مقدمه په کرمه ضلعه کې یو نامالوم تن درج کړې او په دې مقدمه کې تر دې وړاندې د علي وزیر په ګډون د نورو نومول شوو کسانو هم ضمانتونه شوي دي .
ګيله من د روان کال د جولايۍ په میاشت کې د پېښور هوايي اډې څخه، عيد رحمان او ذکيم د هغې نه وړاندې په مې میاشت کې په شمالي وزيرستان کې نيول شوي وو.
پي ټي اېم د خپلو فعالینو د نیول کېدو تور د پاکستان په پوځ لګولی و خو پوځ د دریوؤ واړو فعالانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه وو ويلي.
د دسمبر په میاشت کې دوی د شمالي وزیرستان انتظامیې د یوې میاشتې د پاره د تهري اېم پي او لاندې د بنو زندان ته منتقل کړی وو خو وروسته بیا روانه میاشت له زاندان څخه پولیسو په پینځوؤ نورو مقدمو کې ګرفتار کړل.
بل لوري ته د غورځنګ مشران وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تیره ورځ د جهلم جېل څخه د ۱۵ ورځو د پاره د چکوال ضلعې انتظامیه د تهري ایم پي او لاندې بیا بندي کړی .
د غورځنګ فعال او د منظور پښتین نیزدې ملګري ادریس پښتین ډیوه ته ویلي پرون دوی د منظور پښتین د راخوشې کیدو د پاره د جهلم جېل په دروازه کې ولاړ وو چې بیا د چکوال پولیسو هغه دډپټي کمیشنرې قرته العین په امر ګرفتار کړو .
هغه وویل منظور پښتین تر دې وړاندې هم د جهلم زندان کې د تهري ایم او په اساس بندي ؤ اؤ پرون یې چې یې د بند نېټه سرته ورسېده نو د چکوال انتظامیې یې بیا د تهري ایم پي او لاندې د ګرفتارۍ امر وکړو اؤ پولیسو هغه ونیولو اؤ زندان ته یې واچولو.
ادریس پښتین وویل د عدالتونو نه د منظور پښتین ضمانتونه منظور شوي او د جهلم ضلعې د تهري ایم او پرضد یې د لاهور هايي کورټ د پنډۍ په رجسټري کې خواست جمع کړی چې د اوریدنې د پاره یې د روانې میاشتې ۲۲مه نېټه ټاکل شوې ده .
د هغه په وینا د غه نيټې سر ته رسیدلي او وکیل سره سلا مشوره کوي چې اوس به بیا عدالت ته د ایم پي او پرضد نوی خواست کوي .
وي او اې ډیوه په دې اړه د جهلم ضلعې مرستیال کمیشنر قرته العین سره د ایکس د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو خو چارواکي وايي چې هغه یې د عامه نظم د ګډوډولو د مخنیوي د قانون ۳ ایم پي او لاندې نیولی دی.
د اتوار په ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سختو خنډانو ماتولو وروسته د بنو پریس کلب مخې ته لویه ولسي غونډه کړې وه چې پکې د تنظیم د مشر منظور پښتین په ګډون د نورو نیول شوو غړو او د بې درکه کسانو د خوشي کولو غوښتنې شوې وې.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر د بشري حقونو فعالانو ، سیاسي مشرانو، او د پي ټي ایم غړو دضمانتونو باوجود د منظور پښتین بیا نیول غندلي او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
پښتون سیاست مدار افراسیاب خټک په ایکس رسنۍ لیکلي .
"د پنجاب په زندانونو کې د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین په بندي کولو سره د پاکستان ډیپ سټېټ پښتنو ځوانانو ته څه پیغام ورکول غواړي؟ په داسې هتکنډو یا حربو د انګرېز استعماري سلطنت پاتې نه شو، نور به څه پښه دې ته ټنګه کړي خو له دې ناروا کړنو څخه کرکه په زیاتېدو ده"
د پي ټي ایم یو بل فعال حنیف پښتین وايي دوی په عدالتونو کې مقابله کړې عدالت تل د دوی پرضد لګول شوي تورونه رد کړي د دوی مبارزه اییني او پرامنه ده اؤ جیلونه دوی د له خپلې مبارزې نه شي پشاکولی.
هغه وایي منظور پښتین د تیرو ۴۶ ورځو نه په غیر قانوني توګه بندي دی او د عدالت د لارې د خوشي کېدوه هڅه یې کیږي.
Forum