د تربت ليويز چارواکي وايي د نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ د پي بي 27 کانديد لالا رشيد دشتي پر موټر وسلوال بريد شوی خو کوم ځاني زيان ندی اوښتی.
د ليويز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وويل،
" پرون د يکشنبې ماځيګر د تربت په مفلو جنګل سيمه کې پېښه هغه وخت را منځ ته شوې چې لالا رشيد د انتخابي مهم په خاطر له ګدان سيمې څخه د تربت ښار پر لوري روان وو، د هغه پر موټر دوې مرمۍ لګېدلې، هغه او ملګري يې ټول خوندي پاته شوي".
د چارواکي په وينا د بريد پر وخت د لالا رشيد او ملګرو په پر حفاظت ګمارل شوي ليويز عسکرو پر وسلوالو ځوابي ډزې کړې چې هغه پر شا تمبولي او هغه په نېږدې غرونو کې په تېښته بريالي شوي.
د بلوچستان پخواني وزير اعلا او د نېشنل ګوند مرکزي مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په خبري کانفرنس کې ويلي،
" د پېښې غندنه او په پېښه کې د لاس لرنکو نيول غواړو، حکومت دې و ټولو کانديدانو ته تحفظ ورکړي، موږ د عدم تشدد پېروکاران يو، داسې بريدونه موږ له خپلې لارې پر نه شي راګرځولی".
د ډاکټر مالک په وينا د پېښې پر وخت د دوی د ګوند کهده اکرم چې د پاکستان د سېنټ غړی دی له لالا رشيد سره په موټر کې ناست وو.
د دې پېښې تر څنګ د بلوچستان په بلوچ ميشته ضلع خاران په مرکزي ښار کې د پېپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ پر حلقه 33 باندې نومول شوی کانديد امير نورالدين نوشېرواني و کور ته څېرمه بمي بريد شوی.
د خاران د ليويز چاروکو په وينا،
" د يکشنبې په ماښام د خاران ښار په قاضي اباد سيمه کې نا معلومو بريدګرو د کانديد د کور و څنګ ته لاسي بم غورځولی خو په چاودېدو يې کوم ځاني زيان ندی رسېدلی۔"
د يادو دواړو پېښو زمه واري د رپورټ د جوړلو تر وخته کوم چا نده منلې.
د بلوچستان وزير اعلا مير علي مردان ډومکي دواړه پېښې غندلې او د پېښو رپورټ يې طلب کړی،
په سرکاري خپاره شوي بيان کې ليکل شوي،
" د صوبې ټول ضلعي افسران دې په اليکشن يا ټولټاکنو کې برخه اخيستونکي هر کانديد د لا ښه خونديتوب لارې خپلې کړل شي۔"
تر دې وړاندې د بلوچستان په کېچ ضلع کې د مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ حلقه اين اې 258 کانديد مير اسلم بليدي د نامعلومو وسلوال په ډزو کې سخت ټپي شوی وو.
له دې پېښې يوه ورځ پس د صوبې په سر ښار کوټه کې د جمعيت علما اسلام نظرياتي د صوبايي اسمبلۍ حلقه پي بي 45 کانديد قاري مهرالله په يوه وسلوال بريد کې خوندي وتلی وو.
پر پينځلسمه جنورۍ د خاران په ماډل هايي سکول کې د اليکشن کميشن د عملې د تربيتي غونډې پر وخت پر سکول لاسي بم غورځول شوی، چارواکي ويلي کوم ځاني زيان يې ندی اړولی.
بلوچستان د پاکستان له نا امنه سيمو څخه ګنل کېږي.
څه موده وړاندې د بلوڅ وسلوالو ډلو شريک تنظيم "براس" (بلوچ راجې اجويي سنګر) له نامه څخه پر ټولنيزو رسنيو يو بيان خپور شوی چې په هغه کې له بلوڅ قام څخه په ټول ټاکنو کې د برخه نه اخيستلو غوښتنه شوې وه، خو پدې خبر کې کوم چا ته ګواښ نه دی شوی.
د پاکستان د اردو ژبې د جنګ کوټې ورځپاڼۍ نن يو خبرخپور کړی چې پکې دعوه شوې چې له تيرو څو ورځو څخه د بلوچستان د يو شمېر ضلعو د ډپټي کمشنرانو لخوا يو امنيتي خبر پاڼه جاري شوې ده چې پکې د ښځينه ځانمرگي بريد کوونکي خبر ورکول شوی او له ټولو سياسي ګوندونو او کانديدانو څخه د زيات احتياط کولو غوښتنه شوې.
د کوټې، کوهلو، خضدار او مستونګ مرستيال کمشنرانو د انتخابي امیدوارانو ته هدایات شوی چې په خلاص ځایونو کې غونډې، غیر ضروري سفر او عامه غونډو څخه ډډه وکړي.
په دې مراسله کې ليکل شوي،
" يوه ښځينه ځانمرګې بريدګره کولی شي د ټاکنیز کمپاین پر مهال سیاسي مشران او غونډې په نښه کړي"۔
د کوټې يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته د دې خبر په باب وويل،
" د تېر کال د اګست له مياشتې داسې ګنګوسې دي او موږ ته ويل کېږي چې چمتو اوسئ،"۔
د اليکشن کميشن بلوچستان وياند غوث بخش ديوه ته وويل،
" د هرې ضلعې و انتظامي افيسرانو ته ويل شوي چې کانديدانو ته دې د ضرورت مطابق عسکر د هغوی د خونديتوب لپاره ورکړل شي۔"
بلوچستان حکومت وايي په ټوله صوبه کې د ازادو او منصفانه عامه انتخاباتو لپاره و انتظاماتو ته بیا کتنه کړې ده، او په صوبه کې دټول ټاکنې پر مهال و خلګو ته د تحفظ او د امنیت پلوی کېدو له پاره ځانګړي پلان ترتیب کړی۔.
د بلوچستان د ټاکنو صوبايي کمېشنر دفتر ويلي، په ټول بلوچستان کې د ټاکنو لپاره تر پينځه زره زيات پولينګ سټېشنونه او تر لس زره زيات پولنګ بوت يا ووټ اچولو ځایونه جوړ کړي.
وايي پدې کې د حساس پولنګونو شمير 2180 او د ډير حساس پولينګز پولينګز شميره 2058 دی.
د اليکشن کميشن چارواکو ويلي د ضلعی پولیس او لیویز په شمول ټوله د امنیت ادارې به چمتو وي او پر حساسو او ډیر حساسو پولنګونو باندنې به سي سي ټي وي کېمرې هم لګوي.
Forum