لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په اړه د پاکستان د‌ پوځي مشر څرګندونو غبرګونونه راپارولي، خو طالبان لا پرې غلي دي


د افغانستان په هکله د پاکستان د پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو د پاکستان دننه اؤ بهر سخت غبرګونه راپارولي دي اؤ څېړونکي وایي د ګاونډي هیوادونو سره د اړېکو په اړه د پالیسۍ جوړولو یا پالیسي بیان ورکولو واک یواځې د خلکو یو منتخب حکومت لري.

څېړونکي وایي پاکستان اوس هم افغانستان ته د خپلې "پینځمې صوبې" په نظر ګوري اؤ د افغانستان په اړه د جنرال منیر څرګندونې به خطرناکې نتیجې ولري. د پاکستان واکمنو دا دعوې مخکې رد کړې دي چې ګواکې افغانستان ته د پینځمې صوبې په نظر ګوري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير وړمه ورځ په اسلام اباد کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته په یوه غونډه کې ویلي وؤ "کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او تحفظ خبره راشي نو ټول افغانستان تباه کېدای شي".

د جنرال منیر دې څرګندونو ته لا په افغانستان واکمنو طالبانو خپل غبرګون نه دی ښودلی خو د افغانستان پخوانیو واکمنانو اؤ پاکستان کې یو شمیر څېړونکو اؤ‌ قانون پوهانو د پاکستان د پوځي مشر په دې څرګندونو کلکې نیوکې کړي اؤ دا یې د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو خرابولو یوه هڅه بللې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي حنیف اتمر په ایکس رسنۍ خپل غبرګون کې د پاکستان د پوځ د مشر څرګندونې "غیرمسوولانه" او "د ناپوهۍ انتها" بللې ده، ښاغلي اتمر لیکلي:

"د افغانستان باعزت او عظمت لرونکي ملت ته سپکاوی به په هیڅ ډول د دوو هیوادونو ترمنځ چې د ګډو امنیتي ګواښونو سره مخ دي د دوستۍ او یا همکارۍ رامنځ ته کیدو سبب نه شي".

محمد حنیف اتمر ویلي چې دافغانستان کې خلک به له اوسني حالته ووځي او دا هیواد به چاته "سرټیټ نه کړي" او د طالبانو واکمنۍ ته به هم تسلیم نه شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم د جنرال منیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی او په ایکس رسنۍ یې خپل یو بیان کې لیکلي دي چې د هغه دا څرګندونې د افغانستان په تړاو د پاکستان د اوږدې پالیسۍ یوه برخه ده.

ښاغلي نبیل لیکلي "د افغانستان په اړه د جنرال عاصم منیر خبرې نوې نه دي او یواځې د وینا په حد کی هم نه دي بلکې دا د افغانستان په اړه د پاکستان اوږده پالیسي ښيي. پاکستان تل د تاریخي دښمن په توګه د افغانستان د حکومتونو او ټولنی د بې ثباته کولو هڅې کړې دي".

د افغانستان تر څنګ پاکستان کې هم څېړونکو د جنرال عاصم منیر دغه څرګندونې د دواړو هیوادونو په زیان بللي دي اؤ وایي د ګاونډیانو په هکله د پالیسي بیان ورکولو واک پوځ نه بلکې د خلکو یو منتخب پارلیمان لري.

په پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان افغانستان خپله پینځمه صوبه ګڼي اؤ په افغانستان واکمن طالبان هم پاکستان ته د خپل مشر په نظر ګوري .

هغه وایي هر څو که پاکستان اؤ طالبان په ظاهره یو بل ته ګواښونه کوي خو په منځ کې دوي یو بل ته ځای ورکړی دی .

د ډاکټر عرفان اشرف په خبره، طالبان غواړي چې پاکستان ته په ګواښونو کولو خپلو موخو ته ورسیږي اؤ د پاکستان پوځ بیا افغانستان ته د ګواښونو له لارې غواړي چې خپلو خلکو ته باور ورکړي چې افغانستان ګنې د پاکستان دښمن دی اؤ پاکستان به دخپلو خلکو حفاظت کوي .

خو هغه وایي په حقیقت کې دغسې نه ده ګنې په تېرو شلو کالو کې به د پاکستان دننه اویا زره کسان نه وژل کیدل.

د پېښورپوهنتون د سيمه یيزوعلومو د مرکز استاد محمد شفیع اپریدی ډیوه ته وایي که افغانستان،ايران اوهند سره د اړيکو ښه کولو خبره وي او که هغوئ سره د امنيت خبره وي نو دا خبرې باید دپوځ د سرلښکر له لوري نه بلکې بايد د خلکو د یو منتختب پارليمان له خوا وشي او مخې ته راشي .

قانون پوهان وايي د پاکستان په اساسي قانون کې د پوځ له خوا د ګاونډيو هېوادونو په اړه پاليسي بيان ورکول هيڅ ځائ نه لري او نه قانوني حثيت لري.

قانون پوهه فرهاد اپریدي ډیوه سره خبرو کې وویل،دا خبرې په ايیني او قانوني توګه د پوځي مشر له خولې نه دي پکار او دويمه دا چې دا کومه خبره يې کړې ده نو دا زمونږ په راتلونکي باندې يو لوۍ سوال دی او سواليه نښه يې پرېښودې ده .

څېړونکي وايي د جنرل عاصم منير له اړخه ورکړی شوي بيان سره به د پاکستان ګاونډي هېوادونو سره په اړيکو کې نور تاؤ تريخوالي زيات شي او په راتلونکې کې به په هېواد منفي اغېزې ولري .

پاکستان کې چې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ پېښې یو ځل بیا زیاتې شوي نو پاکستاني چارواکي یې تور په افغانستان لګوي اؤ وایي په افغانستان واکمنو طالبانو خپله خاوره کې دپاکستان ضد وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي.

خو افغان طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې دافغانستان په خاوره کې ترهګرې ډلې نشته اؤ نه هم دوي چاته اجازه ورکوي چې دافغانستان خاوره د چا پرضد وکاروي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG