لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان مچ سيمه کې عمليات لا روان دي: نهه بريدګر، څلور عسکر او 13 ولسي وګړي وژل شوي


د بلوچستان په مچ بولان سیمه کې وسله وال برید او پوځي عمليات په دويمه ورځ هم دوام لري، نهه بريدګر، څلور عسکر او 13 ولسي وګړي وژل شوي دي. د کوټې سېول روغتون ته نن د شورو- چارشنبې په ورځ پينځه نور ټپيان راوړل شوي دي.

د روغتون د وياند وسيم بېګ په خبره، "اوس د ټپيانو شمېر 17 شو، د څلورو حالت له خطر سره مخ دی، د کوټې په ټولو ړوغتونو کې بېړنيز حالت دی، ډاکټران او ټول کارمندان پر دندو حاضر دي".

له تېرې ورځې څخه د ضلع کچي مچ روغتون ته د پوليس ايس ايچ او ساجد سولنګي، رېلوې پوليس عسکر فيصل سمالاني، مولوي عبدالشکور، او بنګو خان نومي او يو نامعلوم تن جسدونه وروړل شوي وو.

د هسپتال مشر يا ايم ايس ډاکټر سجاد په خبره، "د درو وژل شوو مزدورانو مړي يې نن روغتون ته راوړي، له پرونه تر اوسه د نهه وژل شوو تنو جسدونه راوړل شوي".

د ډاډر د پوليسو سټيشن مشر ايس ايچ او جاوېد په خبره، "د مچ او سېوۍ (سبي) ترمنځ د ګوګرت سيمې څخه په ګوليو د وژل شوو درېو تنو جسدونه مو روغتون ته رسولي، چې د يو تن شناخت د عبدالحميد په نامه شوی او د پښتونخوا صوبې له ډيره اسماعيل خان سره يې تعلق دی، د دوو شناخت له هم نه دی شوی، دا درې سره د ټرک ډرايوران دي".

د کوټې سيول روغتون مرده خانې ته دوه مړي راوړل شوي، د پوليس سرجن ډاکټر عايشه فېض په خبره، " په مړو کې 35 کلن شناخت د چاکر خان په نامه شوی چې تعلق يې له ډيره الله يار او د 45 کلن مرزاخان کاکړ تعلق د کوټې له هنه وړک سيمې سره دی".

د مستونګ نواب غوث بخش روغتون مشر ډاکټر سعيد احمد په وينا، " د سه شنبې په ورځ د پينځه کلن ماشوم ابوزر شاهواني جسد راوړل شوی، چې په ګولۍ لګېدلی وو".

ځايي چارواکي د بريد په ترڅ کې د څلورعسکرو په ګډون 16 تنو د وژنې تصديق کوي.

د پاکستان پوځ تيره شپه د څلور عسکرو او دوو ولسي وګړو د وژنې خبر ورکړی وو.

پوځ ويلي " د درو ځانمرګوپه ګډون نهه ترهګر وژل شوي، او درې ترهګر ټپي شوي، څلورو عسکرو په ځوابي ډزو کې جان قرباني کړ، د ترهګرو د بريد سم دستي ځواب ورکول د ترهګرۍ ضد د پوځ بې ساري حوصلې ثبوت دی".

د دوشنبې- ګل په ماخوستن شاوخوا نهه بجې د ضلع کچي په بولان دره کې د ډليز وسلوال بريدونو خبر ورکول شوی وو. د بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلی وو. ياد تنظيم دعوه کوي چې په دې بريد کې د دوی فدايي ډله هم برخه لري.

د کچي د لېويز چارواکو په وينا د بولان په ځينو سيمو کې لا هم د وسلوالو له لوري لږ لږ وخت پس ډزې کيږي.

د چارواکو په وينا په سيمه کې د وسله والو بريدګرو پر ضد د پوځ او نورو امنيتي ادارو له لوري ځمکني او هوايي عمليات هم روان دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي نن د چار شنبې- شورو په ورځ په اېکس د نورو ترهګرو د وژنې دعوه کړې ده، " په مچ کې د وژل شوو ترهګرو شمېر زيات شوی تفصيل به يې لنډ وخت کې خپور کړو".

د وسله وال بريد او عملياتو له کبله له سيمې تېريدونکې لويه لاره باندې ټريفک معطله دی. د اورګاډي پټړۍ هم په بم اغېزمنه شوې، د کوټې کراچۍ، کوټې راولپينډۍ او سبي هرنايي تر مينځ چلېدونکي اورګاډي هم پر خپلو خپلو سټيشنونو درول شوي دي.

د کوټې ځايي خبريال زين الدين په وينا،" د بريد له کبله د مچ او شاوخوا سيمو تر شل زره زياته ابادي له تيرو دوو ورځو محصوره شوې ده، خلک په ويره کې دي او تر خپلور کورونو پورې محدوده شوي دي".

د ځايي ليويز چارواکو په وينا د دوشنبې په شپه د مچ او کوټې تر مينځ د کولپور په سيمه کې بريدګرو شپږ دوکانونه، درې لويې لاري، دوه واړه موټران هم سوځولي دي.

د بريد مرکزي سيمه مچ ښار له کوټې څخه شاوخوا 65 کلو ميټره لرې د بولان درې پر غاړه پرته ده. ياده ضلع کچي د بولان په نامه هم پېژندل کيږي، دا له مستونګ، قلات، سبي، هرنايي سره ضلعي سرحدي سيمې لري. دا سيمه د بلوچستان له نا امنه سيمو څخه ګڼل کيږي.

د وسلوالو ډلو پر فعاليت او بلوچستان نظر لرونکي خبريال زين الدين احمد په وينا، " د دې ضلعې په غرنيزو سيمو کې د بلوچ وسلوالو تنظيمنو تر څنګ د بېلابيلو مذهبي تندروه ډلو فعاليت هم پاته شوی دی".

بولان دره

بلوڅ وسلوالې ډلې بي ايل اې ياد بريد ته "اپريشن دره بولان" نوم ورکړی. دره بولان شاوخوا 70 کلو ميټره اوږدوالی لري. په دې دره کې بهېدونکو اوبو ته د بولان سنيد ويل کيږي.

دره بولان د ضلع کچي له کولپور سيمې څخه شروع کيږي او د کچي ضلعې تر مرکزي ښار ډهادر پورې غځېدلې ده. ياده دره په تاريخي توګه د تجارتي قافلو، ځايي او پوځي لښکرو د بريدنو او تګ راتګ لاره اوسېدلې ده.

له دې درې څخه تېرېدونکې لويه لاره اين 65 يا کوټه سبي سکهر سړک بلوچستان صوبه له سيند او پنجاب صوبې سره د سړک او هم د اورګاډي يا ريل ګاډي له لارې نښلوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG