لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: بلوچستان کې له 70 کالو راهیسې بې پلوه اؤ له مداخلې پاکې ټاکنې نه دي شوې


شنونکي او پوهان وايي په بلوچستان کې له تېرو اويا کالو څخه بې پلوه انتخابات نه دي شوي او تور پورې کوي چې په دې کې تل د پاکستان اسټېبلشمنټ لاس لرلی دی.

د څېړونکو وینا ده چې د بلوچستان امن او خوشحالي له ازادو او بې پلوه انتخاباتو سرہ تړلې ده۔

په پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات کیږي، پوهان وايي چې د پاکستان تر ټولو مھمه صوبه بلوچستان ده ځکه چې په دې صوبه کې له تيرو څو لسيزو راهسې خوابدي، ناامني او د محرومۍ احساس په غورځنګونو دی.

د انتخاباتو په اړه د وي او اې ډيوه په ځانګړې مرکه کې برخه لرونکي وتلي خبريال او د بلوچستان د خان اف قلات له کورنۍ سره تعلق لرونکي شهزاده ذولفقار وویل:

"له کال 1970م څخه په بلوچستان کې بې پلوه انتخابات نه دي شوي، دلته د خوښې خلک راوستل کېږي، په دې کې د پاکستان د اسټبشلمنټ لاس لری".

د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو باندې د ملک په سياست او انتخاباتو کې د لاسوهنې او د خوښې خلک پارليمان ته د کاميابولو تورونه د پاکستان د پخواني وزير اعظم ذوالفقار علي بوټو څخه نيولې بيا د پښتنو او بلوڅو تر اوسنيو قام پاله مشرانو لخوا لګول شوي اؤ عن د پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي ګوند هم داسې تورونه لګوي۔

خو د پاکستان پوځي مشرانو او د پوځ وياندې ادارې وخت نا وخته نه دا تورونه رد کړي اؤ ويلي يې دي چې پاکستاني سياستوال دې پوځ په سياست کې نه ښکېل کوي۔

په بلوچستان کې له تيرو څو لسيزو څخه بلوڅ وسلوالې ډلې فعاليت کوي، او وايي چې بلوڅان له خپلې ازادۍ او حقوقو څخه محرومه کړل شوي دي۔

د دې تر څنګ دلته د بلوڅ قامپاله ګوندونو اوسني مشران لکه اختر مېنګل، ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او نور د خپلو پخوانيو مشرانو په څېر له اسلام اباد او اسټېبلشمنټ څخه ګیلې لري او وايي چې د بلوچستان و خلکو ته د هغوی پر ساحل او وسايل اختيار نه ورکول کېږې او له بلوچستان سره د مېرې سلوک کېږي۔

د بلوچستان تر ټولو لويه ستونزه څه ده او حل يې څخه دی ؟ ددې سوال په ځواب کې شهزاده ذولفقار وويل"د لادرکه بلوڅانو او نا امنۍ مسله"۔

د هغه په خبره " د دې حل رښتتني انتخابات کول دي، و قام پاله ګوندونو ته په ازاده توګه د ووټونو ورکولو د مخې نه نیولو، له خفه بلوڅانو سره د روغې جوړې کولو او د بلوچستان و خلکو ته د هغوی پر حقوقو د هغوی اختيار ورکولو سره به د بلوچستان مسله حل شي"

پر هم دې موضوع په بحث کې شريک د بلوچستان پوهنتون د سياسياتو استاد شوکت ترين وويل،د بلوچستان و رېښتونو خلکو ته لاره ورکول پکار دي چې هغه دخلکو په ووټونو راشي نو به سبا و خپلو خلکو ته جواب ده هم وي.

نوموړي وول کوم خلک(دپارلیمان غړي)چې د اسټيبلشمينټ په خوښه راشي هغوي بيا خلکو ته ځان جوابده نه بولي.

د شوکت ترین په خبره ،د پاکستان د سياست مرکز تل اسلام اباد او پنجاب پاته شوی دی، وجه يې هم دا ده چې د پنجاب ابادي زياته ده او د هغې صوبې سيټونه ګټل د هرې سياسي پارټۍ لپاره ځکه ضروري چې بيا هم هغه ګوند په ملک کې حکومت جوړوي.

خو نوموړی وایي ،د بلوچستان اهميت يا ارزښت ځکه نشته چې دلته سيټونه کم دي، ولې د بلوچستان انتخاب د مخلوط یا ګډو حکومتونو په جوړولو کې مهمه رول لوبولی او بيا یې هم لوبولی شي۔

وتلی شنونکی او خبريال سيد علي شاه وايي،له کوم وخت څخه چې بلوچستان ته د صوبې حېثيت ورکول شوی له هم هغې ورځې څخه د پاکستان اسټيبلشمنټ او د ملک ټولو لويو سياسي ګوندونو د بلوچستان صوبه په انتظامي توګه چلولې ده په سياسي توګه نه ده چلول شوې، ځکه نن د صوبې مسلې زياتې دي،

خو هغه وایي ،زما خيال په دا ځل د 2024 په انتخاباتو کې سياسي ګوندونه او هم د پاکستان اسټيبلشمنټ د بلوچستان صوبې ته له سياسي نظره ګوري، خو که داسې ونه کړي نو ښيي د بلوچستان ستونزې نورې هم زياتې شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG