په ټانک او وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په ګډون درې وسله وال، او یو پولیس عسکر وژل شوی او یو بل وسله وال ژوبل شوی دی.
د ټانک پولیس وايي د شپې پرمهال د ټانک ضلعې په پینګ سيمه کې د وسله والو او د ځايي خلکو ترمینځ د ډزو تبادله شوې چې پکې د ټي ټي پي مهم کمانډر فرید الله عرف پړکي سره د یو بل ساتونکي وژل شوي دي.
د ټي ټي پي وژل شوي کمانډر فريد الله د ټانک ضلعې لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر وو، او پولیس وايي انتهايي مطلوب ترهګر وو او حکومت د مخه د هغه په سر باندې پینځه میلینه روپۍ انعام ایښی وو.
د ټانک ضلعې د پولیسو مشر سید افتخار علي شاه دفتر چارواکو وویل د پولیسو عسکر زاهد ګل چې د ګل امام تاڼه کې په ډیوټۍ وو، پينګ سیمه کې په رخصتۍ کور ته راغلۍ وو او بیا د شپې پرمهال وسله والو کور د ننه وژلی دی.
پينګ د ټانک ښار نه نیزدې 70 کلومیټره لرې شمال لودیځ نیمه پخوانۍ قبایلي سیمه ده.
دوی وايي تر هغې وروسته د علاقې خلکو د وسله والو پر ضد چیغه کړې د وسله والو سره یې نښته شوې، او د ځايي خلکو په ډزو کې دوه وسله وال په ځایی وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي دې پېښې سره سمدستي امنیتي ځواکونه د برید ځايي ته رسېدلي دي او په دې پېښه کې ژوبل او وژل شوي وسله وال یې په خپله ولکه کې اخستي دي.
د پولیسو وینا د وژل شوي یو تن پېژندګلو د ټي ټي پي مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په نوم شوې چې تر هګرۍ په یو شمېر پېښو کې پولیس ته مطلوب وو.
په دې وروستیو کې د صوبې نورو سیمو په پرتله ټانک ضلعه او په ځانګړي ډول بیټني سرکل کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.
ځايي خلک وايي په علاقه کې دوی ته اعلانونه شوي چې سرکاري ملازمين په ځانګړي توګه ملیشا، ایف سي، پولیس او پوځ کې دنده ترسره کوونکي دې خپله دنده پریږدې که نه وي په سخت جرم به محکوم شي.
د بیټني قبیلې یو مشر حاجي کامل خان وویل ناامنۍ سخت پرېشانه کړي، او په علاقه کې د دوی نه په زور خوراک څښاک، بسترې او جامې غوښتل کیږي.
او چې بیا د دوی پرضد عملیات کیږي عملیاتو پرمهال عام خلک نیول کیږي تشدد پرې کوې چې تاسو وسله والو ته ډوډۍ او بسترې ورکوئ.
هغه وویل دوی چې طالب ته انکار کوي هغه یې ځوروي او چې انکار نه کوي بیا یې پوځ ځوروي.
یو بل مشر ملک غني رحمان وویل امنیت ټینګښت د حکومت کار دی خو دغلته دوی ته ویل کېږي چې د وسله والو پرضد لښکر جوړ کړئ او خپله یې مقابله وکړئ.
هغه وویل دوی ته د ژوند یو اسانتیا نه ورکړل کیږي، خلک یې غریبانان دي او د کورونو په پریښولو مجبور شوي دي.
چارواکي وايي بله پېښه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې شوې او د امنیتي ځواکو په ډزو یو وسله وال وژل شوی دی.
Forum