لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ټانک: د انتخاباتو په وخت بريد کې يو وسله وال وژل شوی


د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اې ‏‎43‎‏ د شپږ پولنګ سټیشنو د بيا انتخاباتو په وخت په يو پولينګ سټېشن د وسله وال ‏بريد پېښه شوې، پوليس په پېښه کې د برید کوونکي وسله والو وژلو دعوه کړې ده.‏

يادې شپږ پولينګ سټېشنې په ټانک او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې دي، چارواکي هلته په سخت امنیت کې د رایو اچولو عمل روان دی.‏

د قامې اسمبلۍ څوکۍ ‏‎43‎‏ د ټانک ضلعې او د ډېره اسماعیل خان په کلاچي او پنیاله کی تحصیلونو باندې مشتمله ده او په اتمه فروري د عامو انتخاباتو ‏پرمهال د ټانک ضلعې په کوټ اعظم او د ډیره اسماعیل خان کلاچي تحصیل په روړۍ سیمه کې په امنیتي ځواکونو او پولیسو د بريدونو وروسته د ټانک ‏ضلعې په یو او کلاچي تحصیل په پينځو پولینګ سټیشنو د انتخاباتو عمل ځنډول شوي وو.‏

په ټانک ضلعه کې د ناامنۍ په پېښو کې یو امنیتي عسکر او کلاچي سیمه کې پینځه پولیس او دوه امنیتي عسکر وژل شوي وو.‏

د ټاکنو کمېشن لخوا په دې پولینګ سټیشنو نن بيا انتخابات اعلان شوي، او امنیت د پاره په علاقه کې د پولیسو، او ایف ځواک ترځنګ د پاکستان د ‏پوځ عسکر ګمارل شوي دي.‏

خو د سختو امنیتي تدابیر باوجود د ټانک کوټ اعظم سیمه کې په يواځیني پولینګ سټېشن په امنیت مامورو امنیتي عسکرو برید شوی، او بيا د رايو ‏اچولو عمل ودرول شوی وو. ‏

‏ د ټانک ضلعې د پولیس مشر اسید افتخار علی شاه د پېښې تاييد کړی او وي او اې ډیوه ته یې ويلي، په امنیت مامورو پولیسو بريد ته چټک ځواب ‏کړې او د ډزو په تبادله کې یو وسله وال وژل شوی دی.‏

هغه وویل تر برید وروسته حالت قابو کړل شوي او د انتخابو عمل بیا روان شوی دی.‏

د سیمې یو خبریال فاروق مسيد په خبره، د ټاکنو پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي پولینګ سټېشنو ته په غځېدلو لارو کې خنډان ودرول شوي او د ‏ووټرانو تېرېدو پرمهال سختې تلاشۍ اخستل کیږي. ‏

هغه وویل په پولینګ سټېشنو اضافي عسکر سره د وسلې چمتو ولاړ وو او په سړکونو د امنیتي ځواکونو ګشتي پارټيو څارنه کوله.‏

هغه وویل د ډزو پرمهال نزدې څو ساعته د رایې کارولو عمل ودرول شوی وو او زیاته یې کړه د ووټونو د پاره د خلکو ګڼه ګوڼه د نشت برابره وه.‏

‎حلقه این اې 43 کښې د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان زوی اسد محمود او د پاکستان تحریک انصاف په ملاتړ د آزاد امیدوار داور خان ‏کنډي تر مینځ سخته مقابله ده.‏

‎د انتخاباتو کمېشن لخواه جاري کړل شوې نتیجې ترمخه د حلقې ‏‎342‎‏ پولينګ سټېشنو کې د تحریک انصاف حمايت يافته امېدوار داور خان کنډي د ‏‎826‎‏ ‏ووټونو سره مخکې دی.‏

د الېکشن کمېشن ترمخه، په کومو پولينګ سټېشنو چې ووټونه اچول کيږي هلته د رجسټرډ ووټرانو شمېره 5438 ده.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG