لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتونیو ګوتریش: طالبانو د دوحې غونډې ته "د نه منلو" شرطونه ایښي وؤ


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ ویلي چې طالبانو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په تابیا راجوړه شوې غونډه کې د ګډون لپاره "د نه منلو" شرطونه اېښودي وؤ.

قطر کې د دوه ورځنۍ غونډې په پائ کې ښاغلي ګوتریش وویل طالبانو غوښتل چې د دوحې غونډې ته باید د مدني ټولنې غړي ور پرې نه ښودل شي اؤ‌ هم یې داسې چلند کولو چې منل به یې د طالبانو واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو په مانا ؤ.

طالبان کال ۲۰۲۱ مې هغه مهال د افغانستان په واک قبضه کړې وه چې کله امریکا اؤ ناټو په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پائ ته ورسوله اؤ له افغانستانه ووتل خو تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

ملګري ملتونه وایي ترڅو چې طالبانو د ښځو په تعلیم اؤ روزګار بندیزونه نه وي ختم کړي تر هغې د دوي حکومت په رسمي توګه منل ناشونی دی.

د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو اؤ ځانګړو سفیرانو برخه دلوده خو طالبان ورته نه وؤ ورغلي اؤ د نه ورتګ لامل یې دا ښودلی ؤ چې د هغوي غوښتنې نه دي پوره کړل شوې.

ګوتریش یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وویل "ماته ( د طالبانو له لوري) یو لیک رارسېدلی ؤ چې هغې کې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره داسې شرطونه اېښودل شوي وؤ چې د منلو نه وؤ"

د هغه په وینا "دې غوښتنو کې د افغان ټولنې د نورو استازو سره د خبرو کولو زمونږ له حقه د انکار اؤ د یو داسې چلند غوښتنه شوې ده چې تر ډیره حده د هغوی د تسلیمولو په مانا وو".

هر څو که د ملګرو ملتونو عمومي منشي د طالبانو نه شتون کې دې مذاکراتي عمل ته د څه رقم نقصان رسېدو تردید وکړو خو وي ویل که چرې هغوي(طالبانو) په غونډه کې ګډون کړی ؤ نو په نتیجو به یې خبرې ګټورې وې.

هغه وویل "نن داسې ونه شول خو په نزدې راتلونکي کې به دغسې وي وي، زه فکر کووم موږ به د طالبانو د ګډون ممکن کولو لپاره څه لاره ولټوؤ".

خبري اژانس ای پي وایي طالب چارواکو په سمدستي توګه د ګوترش په دې څرګندونو خپل نظر نه دی ښکاره کړی.

د نړیوالې ټولنې اؤ طالبانو تر منځ د شخړې تر ټولو ستر علت د ښځو په ملازمت اؤ د جینکو په تعلیم بندیزونه دي ، طالبان دریځ لري چې دا بندیزونه د دوي کورنۍ معامله ده اؤ په دې اړه نیوکې بهرنۍ مداخله ګڼي اؤ له منلو یې انکار کوي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي سکتر وویل د غونډې برخه وال په دې خبره یوه خوله وؤ چې دا محدودیتونه له مینځه وړل اړین دي.

طالبانو ته هم د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شې وه خو هغوی پکې ګډون کولو نه انکار کړی ؤ.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د وټس اپ له لیارې په ډيوه ته په یو استولي پیغام کې ویلي "مونږ ځینې شرایط درلودل، چې مونږ باید په ټولو غونډو کې بشپړ ګډون ولرو، هغه و نه منل شول نو ځکه مونږ ګډون و نه کړ."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کانفرانس د پيلېدو په شپه په ټولنیزې رسنۍ اېکس (پخواني ټوېټر) باندې ویلي وؤ، د ملګروملتونو لخوا طالبان د افغانستان د یواځینیو رسمي استازو له پېژندلو پرته په دې کانفرانس کې ګډون "بې ګټې" و.

"د بهرنیو چارو وزارت ملګروملتونو ته واضحه کړې، کچېرې اسلامي امارت د افغانستان د یواځیني رسمي استازي په توګه ګډون وکړي نو بیا به ګټور وي.‌ تر دې پرته له دې امله د امارت لخوا غیر ماثر ګډون بې ګټې و."

طالبان د اسلامي امارت کلیمه د خپلې ادارې لپاره کاروي.

یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې ځینې ګډونوال خوښ نه وو چې ملګروملتونو طالبان میز ته نه دي راوستي.

د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان استازي عبید الرحمن نظاماني وویل، چې کانفرانس د طالبانو له شتون پرته هم ښه و.‌

نظاماني وویل،‌ "زه فکر کوم چې کانفرانس د افغانستان په اړه دی نه د طالبانو په اړه."

پاکستاني پلاوي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني تر مشرۍ لاندې په دوحه کې په جلا ډول له شاهین سره لیدلي.‌

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG