لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: ایران روسیې ته په سوونو بیلسټک میزایل ورکړي دي


شپږو سرچینو رایټرز خبري اژانس ته ویلي چې ایران روسیې ته په پراخه کچه د ځمکې نه ځمکې ته ویشتل کېدونکي طاقتور میزایل ورکړي دي چې دا له امریکایي بندیزونو سره د دغو دواړو مخ هیوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو زیات ښه والی په ګوته کوی .

دریوؤ ایراني سرچینو ویلي چې د ایران لخوا ورکړل شوؤ خوا وشا 400 میزایلو کې ګڼ شمیر په کمه فاصله هدف ویشتونکي بیلسټک میزایل ’ فاتح۔ 110‘ شامل دي.

کار پوهان وایي چې دا میزایل د 300 نه نیولی تر 700 کیلو میټره فاصلې پورې د خپل هدف د ویشتلو توان لري.

د ایران د دفاع وزارت اؤ د ایران د بیلسټک میزایلو د پروګرام د څار ځواک پاسداران انقلاب په دې اړه د تبصرې کولو نه انکار کړی دی اؤ د روسیې د دفاع وزارت هم د تبصرې په خواست په سملاسي توګه څه غبرګون نه دی ورکړی.

یوې ایراني سرچیني ویلي چې ددې میزایلو ورکړه پروسکال تهران اؤ مسکو کې د ایراني اؤ روسي پوځي اؤ امنیتي چارواکو تر منځ په شوؤ غونډو کې د یو تړون ترسره کېدو نه وروسته پېل شوې ده.

د میزایلو څلور جوپې لیږل شوي:

یو ایراني پوځي چارواکي د معلوماتو د حساسیت له امله د نورو سرچېنو په څېر د خپل نوم نه څرګندولو خواست کړی اؤ ویلي یې دي چې د میزایلو لږ تر لږه څلور جوپې لیږل شوي اؤ په راتلونکو اوونیو کې به نور هم ولېږل شي.

دغه چارواکي د نورو معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده.

د ایران یو بل لوړپوړي چارواکي ویلي چې څه میزایل د ایران اؤ روسیې ترمنځ د پرتې بحیره کیپسین له لارې د سمندري جهاز له لارې روسیې ته لیږل شوي وؤ اؤ څه په الوتکو کې لېږل شوي وؤ.

بل ایراني چارواکي وویل" نور به هم لیږل کیږي، اؤ ددې د پټولو هیڅ وجه نه شته، مونږ هر هیواد ته چې څنګه وغواړو وسلې لېږلی شو"

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ایران په څه میزایلو، ډرون اؤ نورې ټیکنالوژۍ په لېږد لګیدلي بندیزونه د اکتوبر میاشت کې ختم شوي دي خو امریکې اؤ اروپايي اتحاد د ایران د بیلسټک میزایلو پر پروګرام ځېنې بندیزونه د ددې اندېښنو له امله پځای ساتلي دي چې هغوي خپلې وسلې منځني ختیځ اؤ روسیه کې خپل پراکسیز یا د هغوي د اهدافو لپاره جنګېدونکو ته لېږلی شي.

د رایټرز خبري اژانس له مخې ددې چارې نه باخبره یوې څلورمې سرچینې هم منلې ده چې روسیې په دې وروستیو کې د ایران نه په ګڼ شمیر ورغلي میزایل ترلاسه کړي خو دغه سرچینې نور جذیات نه دي ښودلي.

د امرېکې اندېښنه :

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د چارو ویاند جان کربي د جنورۍ د میاشتې په پیل کې ویلي وؤ چې امریکا په دې اړه اندېښنه لري چې روس ایران څخه په کمه فاصله د وار کوونکو بیلسټک میزایلو ترلاسه کولو ته نزدې دی اؤ دا د هغو میزایلو نه علاوه دي چې له مخکې یې د شمالي کوریا نه ترلاسه کړي دي.

یو امریکایي چارواکي رایټرز ته ویلي دي چې امریکې مذاکراتو کې د پرمختګ شواهد لیدلي وؤ خو تر اوسه په دې لړ کې داسې څه نه دي په ګوته شوي چې ګنې میزایل رسولی شوي دي.

پنټګان د میزایلود لیږد په اړه د تبصرې کولو په خواست لا په سمدستي توګه څه ځواب نه دی ویلی.

(ددې رپورټ مواد د رایټرز څخه اخستل شوي دي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG