لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ځواکونو بیا په یمن کې د حوثي یاغیانو "بریدونو ته تیار" میزایل ویشتلي دي


امریکایي ځواکونه وایي د چارشنبې- شورو په ورځ یې په یمن کې د حوثي یاغیانو تر واک لاندې سیمه کې څلور هوایي بریدونه کړي دي او د هغوی بېړۍ ضد کروز میزایل یې په نخښه کړي دي.

د امریکې مرکزي کمانډ یا سېنټکام وایي په دغو بریدونو کې یې د حوثیانو اووه موبایل یا ګرزنده کروز میزایل او یو د میزایل ویشتونکی په نخښه کړي دي چې وایي په سره سمندر کې د بریدونو لپاره تیار کړل شوي وو.

سېنټکام وایي ځواکونو یې په همدې وخت "د خپلې دفاع" په دغو بریدونو کې د یو اړخیز برید ډرون هم ویشتلی دی.

دا بریدونو هم د امریکا د هغو بریدونو په دوام شوي دي چې د سېنټکام په وینا د حوثي یاغیانو له خوا په سره سمندر کې "تجارتي کښتیو او د امریکا سمندري بېړیو ته په سیمه کې یو ښکاره خطر وو".

حوثي وسلوالو د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې په لسګونو داسې بریدونه کړي چې په سره سمندر کې یې د بېړیو تګ راتګ اغېزمن کړی دی، له دې کبله د بېړیو ډېرو کمپنیو دا غوره کړې چې خپلې کښتۍ له دې لارې واړوي او په اوږدو او قیمتي لارو یې خپل منزل ته ولېږي.

د چارشنبې- شورو د ورځې بریدونه له هغه برید یوه ورځ وروسته شوي چې پنټاګون تایید کړه چې ایران پلوه حوثي یاغیانو د یمن په ساحل باندې د ایم کیو- 9 ریپر ډرون الوتکه وویشتله.

امریکې د چارشنبې- شورو په ورځ په سره سمندر کې د حوثیانو بریدونه وغندل او ویې ویل دا ډله د نړۍ هغو برخو ته د خوراکي توکو او درملو رسول ځنډوي او خرچې یې زیاتوي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

حوثي یاغیان دعوه کوي چې په سره سمندر کې د اسرایل او د دې هېواد د ملاتړو هېوادونو پر سمندري بېړیو د فلسطینیانو د ملاتړ په خاطر بریدونه کوي، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر په یوه بیان کې د هغوی دا دعوه رد کړه او ویې ویل:

"حوثیان چې د څه دعوه کوي د هغه برعکس د دوی بریدونه له فلسطینیانو سره هیڅ مرسته نه کوي. د دوی اقدامات د فلسطین خلکو ته د مرستې یا خوراک یوه ټوټه یا نوړۍ نه راوړي."

مېتیو میلر ټینګار وکړ چې امریکا په سره سمندر کې شخړه نه غواړي، میلر وویل، "که اړتیا شوه موږ او زموږ شریکان به مناسب اقدام ته دوام ورکړي، چې په دې مهم نړیوال سمندر کې د حوثیانو له بریدونو بېړۍ او تجارتي بار وړونکې کښتۍ وژغورل شي او د سیمې د هیوادونو اقتصادي او بشري مرستې خوندي شي".

امریکایي ځواکونو په تېره څه دپاسه یوه میاشت له خپلو ایتلافي ځواکونو سره په ګډه هم او جلا هم په یمن کې د حوثي یاغیانو د میزایلو ځایونه په څو هوایي بریدونو کې په نخښه کړي او له دې سره سره یې د حوثیانو بریدونه شنډ کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG