د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپنډۍ ښار پخواني کمشنر لياقت علي چټهه منلې چې هغه د يو سياسي ګوند (پاکستان تحریک انصاف) په وينا په انتخاباتو کې د درغليو کولو بيان ورکړی وو چې هغه په خپل دغه بيان شرمنده دی. پاکستاني مطبوعاتو پرون ناوخته د چټهه دغه خبر خپور کړی دی.
ويل شوي لياقت علي چټهه په الېکشن کمېشن کې بيان ريکارډ کړی او ويلي يې دي چې هغه په انتخاباتو کې د درغليو په بيان پښېمانه دی او بخښنه پرې غواړي او مني چې د هغه لګول شوي ټول تورونه دروغ وو.
د نوموړي ياد بيان په ټولنيزو رسنيو هم خپور شوی، او هغه پکې ویلي، د نهمې مې په پېښو کې مفرور يو سياسي ګوند (پاکستان تحريک انصاف) د يو مشر سره یې ښې اړيکې وې هغه ورسره د انتخاباتو وروسته ليدلي، او هغه ورته په انتخاباتو کې د درغليو د تورونو او ادارو بدنامولو د بيان ورکولو ويلي وو.
په 17مه فرورۍ د پنډۍ ډويژن کمشنر لياقت علي چټهه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، چې پېنډۍ کې په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې او د ګټونکو کاندیدانو نتیجې بدلې کړل شوې وې. چټهه په چيف الېکشن کمشنر او چیف جسټس هم د درغليو کولو د فشار تورونه لګولي وو.
په رڼو انتخاباتو کې پاتې راتلو باندې کمشنر د خپلۍ څوکۍ څخه استعفا هم ورکړې وه خو الیکشن کمیشن بیا د یاد کمشنر لخوا ټولټاکنو کې د درغلۍ او نتیجو بدلولو تورونه په سختۍ سره رد کړي دي او اعلان یې کړی وو چې د کمشنر لخوا د لګول شوو تورونو بشپړې پلټنې به کوي. او چيف جسټس قاضي فايز عيسا هم دغه تورونه رد کړي وو.
د چټهه د بيان وروسته پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي وو کمشنر پېنډۍ اعتراف جرم کړی، او غوښتنه یې کړې وه عدالتي کمېشن دې جوړ کړی شي او پلټنې دې وشي.
د چټهه د پروني بيان مخې ته راتلو وروسته مسلم ليګ ن ګوند ويلي، د تحريک انصاف ګوند د ملک ضد سازش په ډاګه شو.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ د ترسره شوو انتخاباتو نه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون نور سیاسي ګوندونه هم د درغلیو تورونه لګوي او بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو لخوا د درغلیود تورونو په سر د تېرو څو ورځو راهسې احتجاج کوي.
امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم په پاکستان کې په ترسره شوو انتخاباتو کې مخې ته راغلو د درغلیو په تورونو اندېښنه ښکاره کړې ده.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.
Forum