لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان کې د غیرت په نوم ښځه او سړی وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په کولۍ پالس کوهستان کې يوه ښځه او سړی په ډزو وژل شوي دي، پوليس وايي دا د غیرت په نوم د وژنې پېښه ده.‏

د پاليس پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) جاوېد خان وي او اې ډیوه ته تاييد کړه چې ياده پېښه د پالس په چپرګۍ برپارو علاقه کې شوې د ښځې او سړي ‏مړي ورته ترلاسه شوي او ويل شوي، وژل شوې ښځې خواوشا ‏20‎‏ کلنه ده.‏

نوموړي زياته کړه، په مقدمه کې په دوی تور لګول شوی چې ښځه او ورسره د وژل شوي تن عبېدالله ناجايزه تعلقات وو، او د جينۍ پلار او ورور دواړه په ‏ډزو وژلي او د موقعې څخه تښتېدلي دي.‏

جاوېد خان وويل، د پېښې پلټنې پېل کړل شوي او د ډزې کوونکو کسانو د نيولو دپاره د لټون عمليات روان دي، زر تر زره به ونيول شي.‏

د تېر کال نومبر په میاشت کې، د کوهستان د پالس تاڼې په حدودو کې د ريما بي بي په نوم يوه جينۍ وروسته له هغې وژل شوې چې، د پوليسو په وينا، د ‏يو هلک سره ګډ عکسونه یې په ټولنيزو رسنيو خپاره شوې، بيا د جينۍ پلار او تره یې په هغې په تماچه ډزې کړي او د غیرت په نوم یې وژلې ده".‏

د کولۍ پالس يو پوليس چارواکي (اېس ډي پي او) مسعود خان وي او اې ډیوه ته ویلي وو، "د وژل شوې جينۍ سره بله جینۍ هم وه خو هغه بچ کړی شوې، ‏عدالت ته وړاندې شوې او جج بيا د جينۍ په خوښه هغه خپلې کورنۍ ته سپارلې وه".‏

په کال 2011م کې د کوهستان یوه ویډیو مخې ته راغلې د یو واده په دستوره کې دوه هلکان ګډیږي او ورته ناستې پینځه جينکۍ او ښځې لاسونه پړقوي. ‏دغه ویډیو د افضل کوهستاني په نوم يو ځوان خپره کړې وه او ادعا يې کړې وه چې په ويډيو کې ليدل کېدونکې پينځه جينکۍ د يوې جرګې د پرېکړې ‏وروسته وژل شوې وې. ‏

وروسته ویل شوي وو، په ویډیو کې ښودل شوې پينځه جینکۍ او دوه هلکان وژل شوي، د دغو هلکانو دوه نور ورونه هم د دغه قضیې په سر وژل شوي وو.‏

افضل کوهستاني هم د کال 2019م د مارچ په میاشت کې په اېبټ اباد ښار کې د دغه قضیې اوریدنې وروسته په ډزو وژل شوی وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG