لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر غزې د اسرایلو په بریدونو کې په لسګونو کسان وژل شوي، په پاریس کې د سولې نورې خبرې روانې دي


د اسرایلو په بریدونو کې د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه روغتون ته رسول شوي ټپیان.
د اسرایلو په بریدونو کې د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه روغتون ته رسول شوي ټپیان.

واشنګټن – د غزې د روغتیا وزارت د شنبې یا خالي په ورځ ویلي، چې په غزې پټۍ کې د اسرایلو په بریدونو کې په لسګونو نور فلسطینیان وژل شوي.

په ورته وخت کې د اسرایلو د استخباراتي ادارې موساد د مشر ډېوېډ برنیا تر مشرۍ لاندې اسرایلي پلاوی د مذاکراتو لپاره په پاریس کې دی چې د فلسطینیانو لخوا برمته شوي نور کسان هم خوشې کړای شي.

په پاریس کې د سولې لپاره مذاکره کونکي په دې کار کوي چې په غزه کې اوربند راشي او له رفح څخه د اسرایلي عملیاتو مخ واړول شي.

په رفح کې دا مهال تر یو میلیون زیات بې ځایه شويو خلکو پناه اخېستې.‌

اسرایلي ځواکونو د جمعې د ورځې راهیسې د غزې په بېلابېلو برخو کې تر اویا زیات بریدونه کړي چې په هغو کې په دیار بلا، خان یونس او رفح سیمې بریدونه هم شامل دي.

د حماس تر مشرۍ لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۲ کسان وژل شوي او له دې سره په فلسطیني خاوره باندې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۹۶۰۶ تنو ته ورسېده.‌

دغه بیان وايي، د اسرایلو او حماس په جګړه کې ۶۹۷۳۷ نور فلسطینیان ژوبل شوي هم دي.‌

اسرایلو ویلي، که د سولې تړون ژر ونشي نو دوی به په رفح ښار باندې هم برید وکړي.

واشنګټن له خپل متحد اسرایل څخه غوښتي چې داسې و نه کړي او خبرداری یې ورکړی چې له داسې برید سره به زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي.

بل پلو په غزه کې له ولږې سره د مخ کسانو شمېر هم په زیاتېدو دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې اونۍ کې په غزه کې "د بې سارې کچې ژور خپګان" راپور ورکړی او ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې ۲.۲ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخ دي.

مذاکرات:

په ورته وخت کې د حماس رهبر اسمعیل حنیه په قاهره کې له مصري مرکچیانو سره په تړون خبرې کړي.

دا مصر ته د ډیسمبر راهیسې د هغه لومړی سفر دی.

د حماس یو چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې دوی له مصري چارواکو سره په خبرو کې کوم نوی وړاندیز نه لري او دې ته سترګې په لاره وه چې مذاکره کونکي به ورته له اسرایلي اړخ څخه د خبرو میز ته څه راوړي.

رویټرز د حماس له چارواکي راخیستي چې" مونږ له دوی (مصریانو) سر ه پر خپل وړاندیز بحث وکړ او مونږ دې ته په تمه یو چې هغوی له پاریس څخه راوګرځي."

د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپلې امنیتي کابینې ته له جګړې څخه وروسته د غزې په اړه خپل پلان شریک کړی.

د دغه پلان له مخې به اسرایل له حماس پرته او په لویدیځې غاړه کې د هر ډول فلسطیني حکومت له واک پرته په غزې باندې بشپړ کنټرول لري.

په دغه پلان کې دا هم راغلي، چې اسرایل به له مصر او امریکا سره په همغږۍ له غزې څخه د وتلو او ننوتلو د لارو کنټرول لري.

دا روښانه نه ده چې ایا مصر دغه پلان منلی او که نه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG