لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: وړومبی دې مارشل لاء لګوونکي بخښنه وغواړي بیا به د نهم مئ تورنو ته هم د بخښنې ووایم


په پاکستان کې د حکومت مخالفه ایتلاف "تحفظ ایین پاکستان" اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي لومړی دې مارشل لاء لګوونکي بخښنه وغواړي نو بیا به هغه هم د نهمې مئ په پېښو تورنو ته ووایي چې هغوي هم باید بخښنه وغواړي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې "د پاکستان د ایین تحفظ څنګه او ولې ؟" د عنوان لاندې راجوړ شوي سیمینار ته وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي د غیر اییني اقداماتو پر ضد یې مبارزه پېل کړې ده اؤ دا یوه داسې مبارزه ده چې پرته یې حقیقي ازادي ناشونې ده.

پخپله وینا کې ښاغلي محمود خان اڅکزي د پوځي ویاند د اوړمې ورځې په هغه پریس کانفرنس سختې نیوکې کړې دي چې پکې یې ویلي وؤ، د نهم مئ انتشاري ټولی دې بخښنه وغواړي اؤ مثبت سیاست دې شورو کړي.

محمود خان اڅکزي وویل تر ځو چې ادارې پخپلو ټاکلو حدونو کې دننه پاتې نه شي تر هغې ستونزې نه شي هواریدلی، اوس به مونږ ته په زړورتیا سره اصلاحات کول وي.

هغه وویل "پرون یو پریس کانفرنس وشو اؤ وویل شول چې مونږ ته خپل حدود معلوم دي، هر ډپټي کمشنر، د الیکشن کمیشن په دفتر کې ستاسو سړی څه کوي؟ دا غیر اییني دي، ددې مداخلي په ضد راپورته کېدل جهاد دی"

هغه پوښتنه راولاړه کړه چې "ایا په ملک کې یوازې په نهم مئ کوم خراب کار شوی دی؟ دلته مارشل لاء ګانې لګول شوي دي،هغه خلکو ته څه سزاګانې ورکړل شوې؟"

ښاغلي اڅکزي وویل تر دې وړاندې ډیکتاتورانو ته د پارلیمان څخه تحفظ ورکړل شوی، مارشل لاء لګوونکي دې وړومبی بخښنه وغواړي.

د تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر سیمینار ته پخپله وینا کې ویلي چې تحریک انصاف سازس نه دی کړی بلکې د د سازشیانو له مخونو د نقابونو کوزولو لپاره تحریک پر مخ وړي.

هغه د پوځي ویاند په پریس کانفرنس کلکې نیوکې وکړې اؤ وي ویل چا چې مونږ ته سازشي تولی ویلی هغه دې بخښنه وغواړي ځکه چې مونږ د ملک وفادار یو اؤ د چا نه سرټیفیکیټ اخستو ته ضرورت نه لرو.

سیمینار ته وینا کې د تحریک انصاف عمومي سکتر عمر ایوب ویلي،وخت رارسیدلی چې اوس باید د ارمي پبلک سکول اؤ ایبټ اباد د پېښو لپاره د ټاکل شوؤ کمیشنونو رپورټونه د ولس مخې ته راوړل شي.

هغه د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار د مشر په مخاطب کولو سره وویل چې تاته د مذاکراتو اختیار چا درکړی دی؟

دوه ورځې وړاندې پوځي ویاند پخپل مطبوعاتي کانفرنس کې د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند د مشر له نوم اخستو پرته ویلي وؤ" د انتشاري ټولې سره مذاکرات نه شي کېدای، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يوازينۍ لاره دا ده چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".

ېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG