لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو پلاوي‌ په برید کې د تحریک انصاف د ژوبل شوي ویاند روف حسن سره لیدلي


د ملګرو ملتونو یو پلاوي په اسلام اباد کې تېره ورځ د نامعلومه کسانو لخوا په برید کې ژوبل شوي د تحریک انصاف ګوند د ویاند روف حسن سره لیدلي اؤ د هغه احوال یې اخستی دی.

پاکستاني مطبوعات وایي چې د ملګرو ملتونو دغه پینځه کسیز پلاوي کې درې استازي د نیویارک اؤ دوه د اسلام اباد د دفتر څخه وؤ چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د تحریک انصاف مرکزي سیکرټریټ ته ورغلل اؤ دغلته یې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو سره لېدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پي ټي آي چیرمین بېرسټر ګوهر، عمومي سکتر عمر ایوب اؤ نور مشران هم شریک وؤ اؤ د مطبوعاتو له مخې دغو مشرانو اؤ روف حسن په هغه د شوي برید په هکله د ملګرو ملتونو پلاوي ته احوال ورکړی دی.

په روف حسن تېره ورځ اسلام اباد کې نامعلومه کسانو برید کړی ؤ چې پکې هغه ژوبل شوی ؤ .

ددغه پېښې مقدمه د اسلام اباد په ابپاره تاڼه کې درج کړل شوې ده چې په دغه مقدمه کې څلور نامعلومه نرښځیان په برید کې ککړ نومول شوي دي.

پي ټي آي پخپل ویاند د شوي برید په اړه د پولیسو له لوري درج شوې مقدمه رد کړې اؤ ددې پېښې عدالتي پلټنې یې غوښتي دي.

د شورو په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې د تحریک انصاف ګوند عمومي سکتر عمر ایوب ویلي چې په روف حسن د بلېډ یا پتري له لارې حمله شوې ده اؤ مقصد یې د هغه د مرۍ رګ غوڅول وؤ خو وایي د چړې په شان په تېزه اله د روف حسن مخ زخمي شوی اؤ د هغه ژوند خدایې ژغورلی دی.

هغه وویل د پولیسو لخوا مقدمه په نرښځیانو درج کول د خندا عمل دی ځکه چې روف حسن پولیسو ته کوم درخواست ورکړی په هغې کې یې هر څه ویلي خو د اسلام اباد پولیسو ایف آي ار کې د ترهګرۍ هیڅ ذکر نه دی کړی.

هغه غوښتنه وکړه چې ددې برید د پلټنو لپاره باید یو قضایي کمیشن جوړ کړل شي اؤ ددې ترڅنګ یې وویل چې که د ګوند په کوم مشر یې برید وشو نو سوله ییز احتجاج به پیل کړي.

روف حسن مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې د برید په مهال ورته برید ګرو ویلي" ته خو مونږ لټولې"

هغه ویلي د برید ګرو انداز داسې ؤ لکه چې دده مرۍ غوڅوي .

نوموړي زیاته کړې ده چې د مخ زخمونه به یې راډک شي خو کوم زخمونه چې د ریاست په روح لګول شوي هغه به کله هم راډک نه شي.

د قانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ تېره ورځ د سینیټ غونډې ته ویلي چې پولیس ددې برید پلټنې کوي اؤ حکومت سنجیده دی چې پېښه کې ککړ کسان باید ونیول شي.

هغه ویلي د اسلام اباد د پولیسو له مشر څخه د پېښې په اړوند رپورټ غوښتل شوی اؤ پولیسو هم د پلټنو لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې ده چې زر به حقیقتونه مخې ته راوړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG