لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: عزمِ استحکام عمليات به د عدم پاکستان سبب وګرځي


کراچۍ/ کوټه

د سياسي مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په ملک کې د اېپکس کمېټۍ په غونډه چې د کوم عزمِ پاکستان عملياتو منظوري ورکړل شوې، دغه عزمِ پاکستان به د عدم پاکستان سبب وګرځي. په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

مولانا فضل الرحمان نن د جون په 24مه کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وويل، په ملک کې د رياست رټ د نشت برابر دی که په خېبرپښتونخوا کې دی او که په بلوچستان صوبه کې دی، وسله واله ډلې په ښکاره توګه سيمې په خپله ولکه کې اخلي.

هغه زياته کړه، حکومت "اوس د عزمِ پاکستان عملياتو اعلان وکړو، دا عزمِ استحکام نه دی عدم استحکام دی او دا به پاکستان نور کمزوری کړي، پخوا چې څومره عمليات شوي دي لږ خو د هغې نتيجې مخې ته کېږدئ چې مونږ چرته ولاړ يُو".

مولانا وويل، پوځ نن د ملک په ګوټ ګوټ کې موجود دی، پوځ او پوليس ولې بې وسه دي د بلوچستان په اړه ډېر نه پوهېږم خوپه خېبرپښتونخوا کې چې ماښام شي او بازارونه بند شي نو بيا د هغو (وسله والو) حکومت شي، ملک نور ولې کمزوری کوئ، ويل کیږي چې اېپکس کمېټۍ فېصله کړې نو اېپکس کمېټۍ څه ده؟ چې فېصله یې کړې ده".

نوموړي زياته کړه، په دغه ډول غونډو کې فېصلې ودرۍ والا (پوځ) وکړي او د هغې زمه واري بيا په سياستوالو ور واچول شي او شهباز شريف په خوشالۍ دغه زمه واري په اوږو اخستې خو شهباز شریف يواځې د وزيراعظم په کرسۍ ناست دی.

مولانا فضل الرحمان دغه خبرې په کوټه کې د شپږو سياسي ګوندونو (عوامي نېشنل پارټۍ، جمعيت علمااسلام، نېشنل پارټۍ، پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډېموکرېټک ګوند او هزاره ډېموکرېټک پارټۍ) د نوي اتحاد د غونډې وروسته په خبري کانفرنس کې وکړې.

حکومت د مولانا فضل الرحمان خبرو ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېپکس غونډه کې ویل شوي وو، "اپرېشن عزمِ استحکام" به يو جامع او پرېکنده انداز کې د توندروۍ او ترهګرۍ د خطرو د مخنيوي دپاره هڅې پیاوړې کوي، په سياسي سفارتکارۍ کې به د سيمه ييزه مرستې د لارې د ترهګرو د ځالو ختمولو هڅې ګړندۍ کولی شي. پوځ به د نورو قانون نافذونکو ادارو په مرسته هڅې او عمليات په وړاندې بوځي او د ترهګرۍ په مقدمو کې د قانوني خلا لرې کولو دپاره به د قانوني ستازۍ د لارې پوځ پوځ با اختیاره کولی شي او ترهګرو ته به مثالي سزاګانې ورکول کيږي".

په خبري غونډه کې مولانا فضل الرحمان وويل، په چمن کې د روان پرلت غوښتنې جايزې دي، د هغو غږ نه اورېدل کيږي د سياسي خلکو غوښتنې هم منل نه کيږي ځکه دی هم تراوسه نه دی ورغلی.

هغه زياته کړه، پوځ وايي چې محب وطن دي او زړه یې نرم دی نو د چمن د خلکو غږ ولې نه اوري، دا يواځې د چمن مسله نه ده د افغانستان سره په پوله ټول خلک د چمن په څېر حالت سره مخ دي، د دوی غږ دې واورېدل شي.

هغه وويل، اسټبلشمنټ هر وخت او تل دپاره په ملک خپل حاکميت يا باچاهي غواړي او دوی دې منلو ته تیار نه دي.

مولانا وويل، نوی سياسي اتحاد یې پاکستان کې د ايين د سرلوړۍ او صوبو د اختيار دپاره دی.

په عزمِ استحکام عملياتو پاکستان تحریک انصاف ګوند او عوامي نېشنل ګوند هم نيوکې کړي او ويلي يې دي د عملياتو د پرېکړې نه وړاندې بايد پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

د جون په لسمه د عوامي نيشنل ګوند د مشر اېمل ولي خان په مشرۍ کوټه کې يوه غونډه شوې او د غونډې وروسته د (عوامي نېشنل پارټي، جمعيت علمااسلام، نېشنل پارټۍ، پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډېموکرېټک ګوند او هزاره ډېموکرېټک پارټۍ) د ګډ اتحاد جوړولو اعلان شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د پولیو وېکسين په اړه د پوهاوي تیاتر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG