لاس رسیدونکی لینک

 
کرکټ: انګلېنډ په اووه لوبغاړو پاکستان ته ماتې ورکړې، د څلورو لوبو لړۍ یې ګټلې
تازه خبر

کرکټ: انګلېنډ په اووه لوبغاړو پاکستان ته ماتې ورکړې، د څلورو لوبو لړۍ یې ګټلې


د انګلېنډ کرکټ لوبډلې په څلورمه شل اووريزه (ټي ټوينټي) سیالۍ کې پاکستان ته په اووه وکټو ماتې ورکړې او د څلورو لوبو لړۍ یې په دوه صفر سره ‏ګټلې ده.‏

پاکستان دا ماتې په داسې وخت کې خوړلې چې دوه ورځې وروسته په دويم جون د ټي ټوينټي نړيوال کپ سيالۍ پيليږي.‏

تېره شپه د انګلېنډ په اوول مېدان کې ترسره شوې سيالۍ ټاس/ پچه کوربه لوبډلې ګټلی او لومړی یې بېټنګ اخستی وو.‏

پاکستانۍ ټوله لوبډله په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې په اخري اوور کې په ‏‎157‎‏ رنزونو اوټ شوې وه.‏

پاکستانۍ لوبډله کې زيات ‏‎38‎‏ رنزونه عثمان خان او بيا ‏‎36‎‏ رنزونه کپتان بابر اعظم جوړ کړي، او څلور لوبغاړي شاداب خان، اعظم خان، شاهين شاه ‏اپريدي او محمد عامر په صفر، صفر يا بې د کوم رنز جوړولو اوټ شوي دي.‏

د انګلېنډ درېو بالرانو دوه دوه، او درېو يو يو وکټ اخستی دی.‏

د پاکستان د رنزونو په ځواب کې د انګلېنډ لوبډلې ټاکلی هدف په 16م اوور کې په درېو لوبغاړو پوره کړی او لوبه یې ګټلې ده. انګلېنډ په يادې لوبې ګټلو ‏سره د څلورو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړې ده.‏

د انګلېنډ او پاکستان ترمنځ ترمنځ د څلورو لوبو لړۍ کې لومړۍ او درېمه لوبه د باران له امله نه وه شوې او په دويمه سيالۍ کې کوربه لوبډلې پاکستان ته ‏ماتې ورکړې وه.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG