لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلی ټوقمار میراوس هسپتال کې بستر دی، وایي خلک اؤ سرکاري افسران ورسره عکسونه اخلي خو مرسته یې نه کوي


د پښتو وتلی ټوقمار میراوس استاذ ناروغه دی او د پیښور یو هسپتال کې بستر دی، د شوګر رنځ په وجه د هغه یوې پښې ته نقصان رسیدلی دی خو له وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ښاغلي میراوس ویلي چې ډاکټرانو ورته له اپریشن وروسته د پوره رغیدو ډاډ ورکړی دی.

69 کلن پښتون هنرمند میراوس د پیښور حیات آباد میډیکل کمپلکس کې د یوې میاشتې راهسې بستر دی.

ډاکټران وایي د شوګر په وجه يې ښۍ پښه خرابه شوې، په نظر او د اوریدو په قوت یې هم شوګر منفي اغېز کړی دی خو د هسپتال په کټ پروت میراوس اوس هم په خپلو ټوقو خلک خندوي.

د چارسدې د تنګي کلي استوګن میراوس وایي دی د پنځلسو کالو ځوان و چې ټوقې ټقالې به یې کولې. خپله زمیداري یې پریښوده او حجرو کې به یې د ښادو په موقعه ټوقې کولې.

بیا یې د ټیپ کیسټې ریکارډ کول شروع کړل. په ریډیو، ټي وي او سټیج یې هم خلک تر 55 کالو پورې خندولي دي.

ډیوه سره خبرو کې میراوس استاذ وویل، تعلیم يې تر اتم جومات پورې دی. شپږ زامن او پنځه لوڼه لري. خو دوي کې څوک هم د فن دنیا ته نه دي راغلي.

د پښتو ډرامو د ټوقو ټقالو وتلی هنرمند سید رحمان شینو ډیوه سره خبرو کې وایي میراوس د پښتون کلتور د ودې لپاره ډیر خدمتونه کړي دي، خلک یې خندولي دي.

سید رحمان شینو وایي "میراوس پخپلو ټوقو ټقالو کې طنز کړی دی چې یره دا څیز ګران دی. دا ارزان دی، دا کوئ، دا مه کوئ. نو زه به دا ووایم چې میراوس غوندې کس چې کوم دی. کوم چې د طنز او مزاح زه به ووایم چې باچا دی. او دا خبره به غلطه نه وي. نو ډیر ښه کار یې کړی دی. ډیر ښه په طنز کې یې مونږ پوهه کړي یو. خلک یې پوهه کړي دي چې دا شی غلط دی، دا بد دی"

سید رحمان شینو وایي دا د ټولو هنرمندانو ګډه ستونزه ده چې د خرابو حالاتو او د بیمارۍ په وخت حکومت دوي سره مرسته نه کوي. میراوس هم دغه ګیله کوي چې ځیني کسان په ذاتي حیثیت هسپتال ته دده تپوس ته راغلي او مرسته یې ورسره کړې ده خو په حکومتي کچه ورسره مرسته نه ده شوې.

د مېراوس ګیله:

هسپتال کې په کټ پروت میراوس ډیوه ته وایي "د حکومت د طرف نه راشي افسران دي، راشي بس صرف تصویرونه وباسي بس ځي، په دغه باندې خو د حکومت نه خفه یو کنه. چې کم از کم چې ما ددې ملک خدمت څومره په کومه ژبه په خپلې پښتو ژبه کې وکړو. نو حکومت له پکار دي چې ما له څه وظیفه وتړي"

هغه وایي ډاکټرنو ورته ویلي دي چې د پښې د اپریشن نه پس به دی روغ رمټ شي خو نوموړی په دې خفه دی چې تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې دده د مرګ خبر خپور شو او تر ماسخوتنه دی په ټیلفونونو په دې سپیناوي سټری شو چې دی مړ نه دی.

د میراوس ژوند اؤ فن:

میراوس په کال 1955م کې د خېبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې د تنګي تحصیل په ملاخیل محله کې زیږیدلی اؤ خپل اصل نوم یې حیات خان دی.

هغه د خپل فني ژوند پیل د ریډیو پاکستان نه د یو ټوقمار په توګه کړی ؤ اؤ بیا زر په ټولو پښتنو کې دومره مشهور شو چې د نړۍ ګڼو هیوادونو ته یې سفرونه وکړل اؤ هلته یې هم پښتانه پخپلو ټوقو ټقالو اؤ لطیفو وخندول.

هغه د لطیفو تر څنګ د پیړوډي هم یو تکړه هنر مند دی اؤ د خپلې پیروډي شاعرۍ اؤ لطیفو لږ تر لږه 766 کیسټونه ریکارډ کړي دي.

د دې تر څنګ هغه په ریډيو اؤ ټيلي ویژن هم ګڼ شمیر د ټوقو ټقالو شوګانې اؤ پروګرامونه کړي اؤ په سټیج یې هم د خپل فن مظاهره کړې ده.

څه موده مخکې وي او ای ډیوه سره خبرو کې میراوس ویلي وؤ هغه د نړۍ لږ تر لږه اتلسو هیوادونو ته سفرونه کړي اؤ دغلته یې پښتانه پخپلو ټوقو تقالو اؤ لطیفو خندولي دي.

د هغه د مزاحیه شاعرۍ اؤ لطیفو یو کتاب هم د "خندا په ټوکو ټوکو کې" په نوم خپور شوی دی.

د پروفیسر ډاکټر محمد سهیل د کتاب "د چارسدې تاریخ" له مخې د هغه د فني خدماتو د اعتراف په توګه د برونایي دارالسلام په مادم تساؤ نومې عجایب ګر کې د هغه یوه مجسمه هم لګول شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG