لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په روان کرکټ کپ سیالیو کې خپله اولنۍ لوبه د یوګنډا نه وګټله


افغانستان د ۲۰۲۴ کال شل آوره کرکټ کپ سیالیو کې خپله اولنۍ لوبه د یوګنډا نه د یو سل او پنځه ویشتو (۱۲۵) رنزونو په فرق سره وګټله.

په دې لوبه کې چې د ګیانا هېواد د پایتخت جورج ټاون په نېشنل سټډیم کې ترسره شوه، افغانستان په اول مېدان کې بېټنګ وکړ او د پېنځو وېکېټو په سوځېدو سره یې یوګنډا ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکلو.

په دویم میدان کې د یوګنډا وېکېټې ژر ژر یو په بل پسې وسوځېدلې او یوګنډا اېله وکړی شول چې په شپاړسو (۱۶) آورونو کې صرف اته پنځوس (۵۸) منډې جوړې کړي او د افغانستان په وړاندې ماتې وخوري.

فضل الحق فاروقي پنځه (۵) وېکېټې، راشد خان دوه (۲)، نوین الحق دوه (۲)، او مجیب الرحمن یوه (۱) وېکېټه واخېسته.

د یوګنډا په ټیم کې تر ټولو زیات رنزونه، رابنسن اوبویا وکړل چې څوارلس (۱۴) منډې یې جوړې کړې، خو رحمان الله ګوربز هغه کېچ اوټ کړ. د رابنسن نه وروستو، ریاضت علي شاه تر ټولو زیاتې منډې وکړې چې صرف یوولس (۱۱) وې. د یوګنډا نور ټول لوبغاړي، هر یو د لسو نه په کمو منډو وسوځېدل. د یوګنډا کپټان برایان مېسابا په صفر کې اوټ شو.

تر هغه وړاندې په اول مېدان کې د افغانستان ټیم اوپنرانو دواړو پنځوسیزې یا هف سېنچرۍ ووهلې. په دې کې رحمان الله ګوربز شپږ اویا (۷۶) رنزونه او ابراهېم ځدراڼ اویا (۷۰) رنزونه جوړ کړل.

د هغه نه وروستو، نجیب ځدراڼ په دوه (۲) منډو، او ګلبدین نایب په څلورو (۴) منډو وسوځېدل.

عظمت الله عمرزي په پنځو (۵) رنزونو وسوځېد، محمد نبي څوارلس (۱۴) او راشد خان ۲ رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان راتلونکې بله لوبه د جون په اوومه د جمعې په ورځ د نیوزیلېنډ سره ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG