لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي، په تېرو څلورو کالو کې قبایلي ضلعو ته د هغوي پوره فنډونه نه دي ورکړل شوي


د قبايلي ضلعو سياسي مشران او څيړونکي وايي قبايلي ضلعو ته په تېرو څلورو کالو کې پوره فنډونه نه دي ورکړل شوي۔

دوي وايي دغه سيمي ترهګرۍ ځپلي او د پرمختيا په زغل کې روسته پاتې دي۔

د صوبايي حکومت چارواکي وايي د وفاق نه به د قبايلي ضلعو د برخي پوره فنډونه اخلي ۔

د خېبر پښتونخوا حکومت د کال 2024-25 بجټ کې د قبايلي ضلعو د پاره 259 اربه روپۍ ايښودي دي، په دې کې 144 اربه روپۍ د جاري اخراجاتو او سل بيلينه روپۍ د ترقياتي کارونو د پاره دي.

د دې ضلعو د پاره د نورو صوبو او مرستندويه ادارو لخوا هم د فنډونو ورکولو امکان ښودل شوی دی خو څيړونکي وايي په تېرو کلونو کې نه خو د وفاقي حکومت او نه د نورو صوبو او مرستندويه ادارو لخوا هغه فنډونه ورکړل شوي د کومو چې دوي سره ژمنه شوې وه۔

خبریال عرفان خان وایي"د کال 2018-19م نه واخله تر کال 2023-24م پورې چې کوم رپورټ دی، او د خېبر پښتونخوا حکومت دا وايټ پېپر وايي چې چرته دې(قبایلي) ضلعو ته په دغه وخت کې 500 پينځه سوه اربه روپۍ ورکړی کېدل وو، هلته دوي ته 112 اربه روپۍ ورکړی شوي دي، او 338 اربه روپۍ ورته نه دي ترلاسه شوي"

هغه وایي وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو د پاره 1388 اربه روپۍ نه دي ورکړي.

ځايي اوسيدونکي وايي قبايلي ضلعې د تېرو دوو لسيزو راهسې د بدامنۍ ښکار دي، دلته د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي او دا سيمي د ملک نورو برخو نه د پرمختيا په زغل کې وروسته پاتې شوي دي۔

دا سيمي په کال 2018م کې د 25م ایيني بدلون د لارې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړی شوي دي خو ځايي اوسيدونکي وايي د تاوانانو، ځپل کېدو او خېبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وروسته هم هغسې د پرمختيا په لړ کې وروسته پاتې دي۔

د مومندو نه سياسي مشر ډاکټر فاروق افضل ډیوه ته وایي"(د فنډونو نه ترلاسه کېدو له وجې) هغه خلکو ته موقعه په لاس ورځي، کوم خلک چې د فاټا د انضمام مخالف وو، او يا به هغه خلکو ته د دې حالاتو ګټه رسیږي کوم چې په ترهګرۍ کې ملوث دي، او (ترهګرې)ډلې سره دي نو هغوي ته به هم موقعې ترلاسه کیږي"

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د دوي د بجټ زياته برخه د وفاقي حکومت لخوا ورکول کيږي، او د خېبر پښتونخوا کليز سل اربه روپۍ ترقياتي بجټ هم د وفاق څخه وي خو دوي ته اکثره دغه پېسې په وخت او پوره نه ورکول کيږي۔

دخېبر پښتونخوا صوبې وزیر اعلا ښاغلی علي امین ګنډا پور وایي" د دې کال چې کومې سل اربه روپۍ دي، که هغه مونږ ته (د وفاق نه) زر تر زره ترلاسه نه شوې، نو دا خبره زه په ډاګه کوم چې بيا دې هغوي ردعمل ته تيار اوسي"

څيړونکي وايي په صوبه کې واکمن ګوند په تېرو وختونو کې په مرکز کې هم په واک کې پاتې شوی خو په هغه وخت کې هم د قبايلي ضلعو فنډونه پوره نه دي ورکړل شوي او هلته روان ترقياتي کارونه يا خو په ټپه ودريدلي او يا په جزوي توګه بند پراته دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG