لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان په ۱۱۹ منډو جوړولو هم د پاکستان نه د نړیوال جام لوبه وګټله


T20 Cricket WCup India Pakistan
T20 Cricket WCup India Pakistan

په نیویارک کې د کرکټ نړیوال جام په مهمه لوبه کې د کرکټ د دوو تاریخي رقیبانو هندوستان او پاکستان تر منځه لوبه هندوستان په ۶ رنزونو وګټله.

د هندوستان لخوا د ۱۲۰ هدف د پاکستان لوبډلې پوره نه کړی شو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یې په ۲۰ اورونو کې یواځې ۱۱۳ رنزونه جوړ کړل. هندوستان دغه میچ په ۶ منډو وګټو.

د روان ورلډ کپ دغه ۱۹مه لوبه چې ورته د روان نړیوال کپ تر ټولو مهمه لوبه وېل کیده او تمه کېده چې په نړۍ کې به په مېلینونو خلک دغه لوبه په ټي وي چېنلو او په زرګونو مینه وال د نیویارک په دغه نوي جوړ شوي لوبغالي کې ګوري.

د هندوستان د ۱۱۹ منډو په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په احتیاط لوبه شوروع کړه خو اوپنرانو یې د هندوستان د ښه بالنګ په مخکې هغه شان لوبه وه نه کړی شوه. د پاکستان اوپنر او کېپتان بابراعظم د لوبې په ۵ اوور کې په ۱۳ رنزونو جوړولو اوټ شو چې د پاکستان رنزونه ۲۶ وو. د دغې وروسته عثمان خان او بیا ورپسې فخر زمان هم په ۱۳، ۱۳ رنزونو جوړولو اوټ شول.

د عثمان خان اوټ کېدو په وخت د پاکستان مجموعي رنزونه ۵۷ او د فخر زمان اوټ کېدو په وخت ۷۳ وو. د پاکستان اوپنر او سېټ بېټسمېن محمد رضوان په ۱۵ اورو کې په ۳۱ رنزونو جوړولو اوټ شو کله چې د پاکستان سکور/ رنزونه ۸۱ وو.

د رضوان اوټ کېدو سره سم د هندوستان لوبډله بیرته دغه لوبه ژوندۍ کړه او په مېدان کې ناستو مینه والو یې هم په شوراو چغو حوصله نوره سېوا کوله.

د محمد رضوان وروسته شاداب خان هم په وکټ زیات ایسار نه شو او یواځې په ۴ رنزونو جوړولو اوټ شو. د هغه وروسته افتخار احمد او عماد وسیم په کریز ودریدل. خو د هندوستان بالرانو دغه دواړه هم لویو شاټونو وهلو ته پرې نه شودل او په اخیري دریو اورونو کې پاکستان ته د ګټې لپاره ۳۰ رنزونو حدف پکار وو.

خو د هندوستان محمد سراج، جسپرت بمرا او هارډک پانډیا او ارشدیپ سنګ پاکستانیان د بال وهلو ته پرې نه ښودل او د پاکستان لوبډلې دغه لږ هدف پوره نه کړی شو. او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په اوټ کیدو یواځې ۱۱۳ مندې جوړې کړې او دغه لوبه یې په ۶ منډو وګټله.

وړاندې د دغې د پاکستان لوبډلې د هندوستان ټول ټیم په ۱۹ اورونو کې په ۱۱۹ رنزونو اوټ کړه. پاکستان ته د ګتې لپاره 120 رنز پکار دي.

د هندوستان لخوا ریشاب پنټ 42، اشر پټیل 20، روهت شرما 13، رنزونه جوړ کړي.

د پاکستان لخوا نسیم شاه او محمد حارث 3،3 محمد عامر 2 او شاهین شاه اپریدي 1 وکټ ترلاسه کړی.

د پاکستان محمد حارث په خپل دریم اوور کې پرله پسې د هندوستان ۲ لوبغاړي (هارډک پانډیا او جسپرت بمرا) اوټ کړل. هندوستان په ۱۸ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۳ منډې جوړې کړي.

د پاکستان تجربه کار تیز بالر محمد عامر پرله پسې دوه هندي لوبغاړي اوټ کړل. محمد عامر د ۱۵ اوور به لومړي بال ریشاب پانټ او په دویم بال روېندر جدېجا اوټ کړل.

د کوز دیر نسیم شاه په خپل دریم اوور کې دریم وکټ هم واخستو. نسیم شاه په خپل لومړي اوور کې وېراټ کوهلي، په دویم کې اشر پټیل او په دریم اوور کې یې د شېون دوبی وکت واخستو.

د دې ګټې سره هندوستان لوبډله په خپل ګروپ کې تر ټولو وړومبي مقام ته لاره او د پاکستان لوبډله په دوو لوبو بېللو سره په ګروپ کې تر ټولو لاندې لاړه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG