لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ  د"عزم استحکام"عملیاتو پر ضد قرارداد منظور کړی


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په ملک کې د ترهګرۍ خلاف د حکومت لخوا د اعلان کړی شوؤ نوؤ پوځي عملیاتو عزم استحکام په ضد قرارداد منظور کړی .

د جمعې په ورځ صوبایي پارلیمان ته دغه قرارداد د قانون صوبایي وزیر افتاب عالم وړاندې کړی چې پکې ویل شوي ګنګوسې کیږي چې د عزم استحکام په ترڅ نوي پوځي عملیات پیل کولی شي.

قرارداد کې ویل شوي چې د عملیاتو نه که هر څومره نقصان کیږي نو ذمه وار به یې وفاق وي.

قردارداد کې غوښتنه شوې ده چې وفاق دې د خېبر پښتونخوا په په اړه له هرې پرېکړې وړاندې باید صوبایي حکومت په اعتماد کې واخلي

ویل شوي چې د تحریک انصاف باني عمران خان له وړاندې څخه واضحه کړې ده چې پوځي عملیات د ستونزې حل نه دی اؤ تر اوسه د عملیاتو کومې زړه پورې نتیجې مخې ته نه دي راغلي.

صوبایي اسمبلۍ په پاکستان تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو د پرېکړې خلاف هم قرارداد وړاندې کړی اؤ د قرارداد په متن کې ویل شوي چې که په یاد ګوند بندیز ولګول شو نو پي ټي آي به یې ضد عدالت ته ځي.

قردارد کې ویل شي چې په پي ټي آي بندیز به د ایین د ارټیکل ۱۷ څخه سرغړونه وي

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د عزم استحکام په نوم د نوؤ پوځي عملیاتو د پېل کولو منطوري ورکړې ده خو په خېبر پښتونخوا کې سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کړی اؤ د دې په ضد احتجاجونه هم شوي دي.

د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ څېړونکی داؤد خټک وایي ، دا حقیقت دی چې معاملې په مذاکراتو نه حل کیږي نو بیا پوځي عملیات یوازینۍ لاره پاتې کیږي .

خو هغه وایي چې د طاقت په استعمال سره بیا هم سل په سله پایلې نه شي ترلاسه کیدای.

امریکا غږ اردو سره خبرو کې هغه ویلي چې تر دې وړاندې هم پوځ د ترهګرو په ضد یو شمیر عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې د کامیابۍ دعوې هم شوي خو د دغو دعوؤ سر بېره هم ترهګرې ډلې سر راپورته کوي.

هغه وایي پاکستان څخه د ترهګرۍ د نوغي ویستلو لپاره یوه کوټلې اؤ ګټوره تګلاره وجود نه لري.

د داؤد خټک په خبره، که وکتل شي نو په تېرو دوؤ لسیزو کې په باجوړ، مومند، خېبر، اورکزو، کورمه ، جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې ګڼ شمیر عملیات شوي اؤ په دې عملیاتو کې د سیمې خلک ډير زیات اغېرمن شوي هم دي.

نوموړی وایي ددې عملیاتو په نتیجه کې ځایي خلک د خپلو کورونو ، مالونو، څارویو، د بچو د تعلیم اؤ حتی له هر څه محروم شوي همدا لامل دی چې نن د پوځي عملیاتو په ضد غږ پورته کیږي.

داؤد خټک وایي که تېرو وختونو ته نظر واچول شي نو تندروه مشران نیک محمد، بیت الله مسید،حکیم الله مسید، ملا فضل الله، خالد سجنا اؤ داسې نور په امریکایي ډرون بریدونو کې وژل شوي اؤ دا خلک د پاکستان د پوځي عملیاتو نه خوندي وتلي وؤ.

د داؤد خټک په خبره ، همدا لامل دی چې خلک په پوځي عملیاتو پوښتنې راولاړوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG