لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې خلک د انټرنټ له سوکه کېدو نه تنګ شوي دي


د پاکستان په اکثره برخو کې انټرنټ او ډېټا سروسز سوکه شوي چې دې سره په میلینونو پاکستانیانو ته په مختلفو برخو کې – د دلچسپو تصویرونو د شریکولو نه نیولې بیا د قیمتي تجارتي معاملو د لېن دېنه پورې – ډېجېټل دنیا کې ستونزې پیدا شوې دي.

چارواکي د انټرنېټ په سوکه کېدو کې د انټرنټي سروس کمپنیو باندې ذمه واري غورځوي، مګر مېډیا رپوټونه وایي چې دا ستونزه ممکن د هغه انټرنټ فائروال له کبله مخې ته راغلې وي چې ریاست د آنلائن مواد او ټرافیک د کنټرول دپاره پرځای کړی دی.

اقتصادي ستونزې

پاکستان کې د انټرنېټ مشکلات چې څو هفتې وړاندې پیل شول، په دې وروستیو ورځو کې لا پسې سېوا شول چې له امله یې د مودود احمد په شان فري-لانسران ډېر تنګ راغلي، ځکه آمدن یې راکم شوی دی.

مودود احمد وي او اې ته وویل: «که چېرته زه په آپ-ورک یا فایوور باندې حاضر ښکاره نشم، نو بیا زما تازه ګاهکان هډو ما سره رابطه نشي کولی. هغه پخواني ګاهکان هم په تشویش دي.»

مودود احمد په لاهور کې اوسېږي خو د آنلائن طریقه خلکو ته ډیجیټل مارکېټنګ سروسز مهیا کوي. هغه وایي په دې وروستیو دوو هفتو کې یې هېڅ پیسې نه دي ګټلي.

د ډېټارپورټال ډاټ کام په حوالې سره، د پاکستان په څه باندې ۲۴۰ میلینه آبادۍ کې، ۱۱۱ میلینه وګړي انټرنټ ته رسایي لري. پاکستان کې قریب ۱۸۹ میلینه فعاله موبایل انټرنټ رابطې موجودې دي. د پاکستان سټېټ بنک وایي چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې ختم شوي تېر مالي کال کې، د آئي ټي په څانګه کې د ملک د برامداتو ارزښت درې اعشاریه دوه ۳.۲ اربه ډالره وه.

د پاکستان د ټیلي کامیونیکېشن آټهارټي (پي ټي اې) د ترجمان دفتر وي او اې ته وویل چې صرف د مېډیا د طریقه یې د انټرنټ د رفتار/سپیډ او ویب سایټونو ته د رسایي په ستونزو خبر شوي دي. د پي ټي اې یو ترجمان چې د جولاي میاشتې په آخره کې وي او اې سره خبرې کړې وې، په هغه وخت کې یې د انټرنټ د سوکه کېدو وجه یوه ممکنه تکنیکي ستونزه بللې وه.

د زیارت په ورځ د پاکستان د معلوماتي ټکنالوجۍ او ټیلیکام سېکرېټري د سنېټ د یوې کمیټې په اورېدنه کې وویل چې دوی د موبایل کمپنیو نه د اوسني صورتحال په باب ډېټا راغونډوي.

خو د انټرنټ په سروسز کې سوکه توب صرف د هغو خلکو سره ندی چې موبایل ډېټا کاروي. د انټرنټي خدماتو د مهیا کوونکو کمپنیو یو اتحاد (آئی اس پيز) د زیارت په ورځ رسنۍ ته یو بیان جاري کړ او ویې ویل چې د انټرنټ رفتار تر ٪۴۰-٪۳۰ پورې راغورځېدلی او دې سره "ډیجیټلي اقتصاد تباه کیږي."

د پاکستان د وائرلس او انټرنېټ سروسز د پېش کوونکو کمپنیو اېسوسيشن (وېسپاپ) په بیان کې ویلي دي: "ډېری خلک د وړوکو آئی اس پیز نه لاس اخلي، ځکه هغوی نور د کمزوره کوالېټۍ خدمات نشي برداشت کولی. که دا شی جاري پاته شو، مونږ به ګورو چې د پاکستان نه به په عظیمه پیمانه کاروبارونه بهر ته ولاړ شي."

د وېسپاپ مشر شهزاد ارشد د وي او اې سره په خبرو کې وویل چې د هغوی د اتحاد ممبرانو ته د ګاهکانو ډېر شمېر شکایتونه راروان دي.

ارشد زیاته کړه: "چارواکي لږ تر لږه باید مونږ ته د وخت یوه اندازه ولګوي چې مونږ یې خپلو کسټمرانو ته ووایو."

وېسپاپ پخپل بیان کې بغیر د دې چې د فائروال یادونه وکړي، د انټرنټ سروس په ستونزو کې کمی راتلل یې د "امنیتي او نګراني" ګامونو د اضافې د وجې ګڼلي دي.

په بیان کې راغلي: "داسې حال کې چې حکومت د امنیت د وسعت ورکولو ژمنې کې ډېر کلک پاته دی، دا سوال راولاړیږي چې دا به د ملک ډیجیټل اقتصاد ته په څه قیمت تمام شي؟"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG