لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په منځني افغانستان کې د 15 ملکي وګړو وژلو دعوه کړې


په افغانستان کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، پرون په 12م ستمبر وسله والو په منځني افغانستان کې په ملکي خلکو بريد کړی دی.

د اې اېف پي خبری ادارې ترمخه، داعش خراسان د بريد زمه واري منلې او اعماق ټيليګرام چېنل باندې یې خپور کړي بيان کې ويلي، " د داعش وسله والو په منځني افغانستان کې په يو بريد کې 15 شيعه [مسلمانان] وژلي او شپږ نور ژوبل کړي دي".

خو داعش د خپلې دعوې دپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع اې اېف پي ته ويلي، بريد په دایکنډي ولايت کې شوی دی. نامعلومو وسله والو ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

هغه ویلي، د پېښې نور جزيات به وروسته خپاره کړي.

رويټرز خبري ادارې هم د بريد خبر ورکړی دی.

ویل شوي دا د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په دغه صوبه کې په ملکي خلکو لومړی بريد دی.

د خبري ادارو ترمخه، ځايي سرچينو ورته ویلي، 14 کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د يوې سرچينې ترمخه، د خلکو يوه ډله د عراق د کربلا څخه بيرته د ستنېدونکو زايرينو هرکلي ته راټوله شوې او بريد پرې شوی دی.

داعش خراسان وخت په وخت په افغانستان کې د شيعه مسلمانانو په هدف کولو دعوې کړي دي.

د کال 2021م راهسې په افغانستان واکمن طالبان وايي، داعش يې له مينځه لرې کړی خو داعش بيا هم وخت په وخت په افغانستان کې د بريدونو زمه وارۍ مني.

روانه مياشت هم داعش په کابل کې د يو ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه، په دغه بريد کې شپږ تنه وژل شوي او 13 ژوبل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د مخنیوي يو چارواکي روانه مياشت خبرداری ورکړی، داعش خراسان د يورپ دپاره د بهرنۍ ترهګرۍ تر ټولو غټه خطره ده، او په تېرو شپږو مياشتو کې یې خپل مالي او لاجسټکي توان سېوا کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه بيان ته پروپېګنډا ویلې وه، هغه ويلي وو داعش په افغانستان کې په پراخه کچه کمزوری کړل شوی دی.

د دې خبر معلومات د اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG