لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د تيرا کډوالو د روان پرلت له امله د تورخم په لاره افغانستان سره تجارت په ټپه ولاړ دی


Khyber Agency
Khyber Agency

د خېبر قبايلي ضلعې د جمرود بګياړۍ پوستې سره د تيرا راجګل کډوالو احتجاجي پرلت لا هم روان دی او افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په ټپه ودرېدلی دی.

بلخوا د پرلتوالو د جرګې غړو او پېښور انتظاميې په منځګريتوب پوځي چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.

د احتجاجي پرلت يو مشر ملک برکت اپريدی وايي، بېګا یې د پېښور ډويژن کمشنر رياض مسيد سره خبرې اترې شوي، او پرلتوالو ته یې ويلي، چې کمشنر ورته جرګې ته ځواب کړی چې پوځ شپږ مياشتې وخت غواړي او پس له هغې دوی ليکلو ته تيار دي چې د علاقې خلک به خپلو سيمو ته ستان کړل شي او غوښتنې به یې ومنل شي.

د ملک برکت اپريدی په خبره، انتظامیې ته یې ويلي شپږ میاشتې موده ډېره ده په دوو مياشتو کې دې ځينې خلک وليږي. هغه زياته کړه نن به بيا کمشنر د پوځي چارواکو سره خبره کوي په دې دوو مياشتو باندې او بيا به د جرګې غړي خبروي.

د خېبر بګياړي پوستې سره د تيرا راجګل کډوالو پرلت په دوه دېرشمه (32) ورځ هم دوام لري، دغه احتجاج له دې وړاندې د خېبر په دروازه يا باب خېبر باندې 17 ورځې روان وو، د اوسني پرلت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په غټه لاره د ګاډو لوی لوی قطارونه دواړو خواو ته ودرېدلي دي.

خو پرلتوال وايي د پېښور انتظاميې سره يې خبرې په مثبت لوري روانې دي.

د پرلت بل ګډون وال ملک سيد اغا جان وايي، "مونږ نه داسې دروازه نه ده پاتې شوې چې هغه مونږ ټکولې نه وي او پرې ورننوتلي نه يو او مونږ ته چې هرڅوک وايي چې مذاکرات راسره وکړئ نو مونږ يې ورسره کوو".

هغه وويل، "که هغه کراچۍ، بلوچستان، اسلام اباد ولې نه وي خو مونږ خبرو اترو ته تيار يو او هرڅه ته تيار يو چې مونږ دا مسله حل شي".

د خېبر تيرا راجګل سيمې نه بې کوره شوو کډوالو له تېرې يوې مياشتې راهسې احتجاجي پرلت پيل کړی او غوښتنه کوي دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

پرلتوال وايي که حکومت يې غوښتنې ومني نو لاره به خلاصه کړي او د خلکو مشکل به اسان شي.

د تيرا کډوال وايي، دوی ته دې ګناه وويل شي چې د دغه ګناه د لاسه یې بې کوره کړي دي.

ګل زرين نومې کډوال وايي، "مونږ کومه ګناه کړې چې خپل وطن ته مو نه پرېږدي، مونږ کومه ګناه کړې چې ټول خلک ستانه شول او مونږ کومه ګناه کړې د متاثرينو فهرست مو نه جوړېږي".

سوداګر وايي له تېرې يوې مياشتې راهسې په تورخم لاره افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت ولاړ دی او لوی مالي زيان ته يې ورمخامخ کړي دي.

ډرايورانو په وروستيو کې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې هغوی سره د خرڅې روپۍ خلاصې شولې.

د ګاډي يو ډرايور حبیب الله وايي، "مشکلات ډېر دي، نه اودس، نه لمونځ او نه نور سهولت شته او نه مو څوک پرلت ته نژدې ورپرېږدي چې اوبه ترې راوړو او خپل حاجت پرې پوره کړو".

هغه وويل، "مونږ حکومت نه غوښتنه کوو چې دې خلکو مشکل حل کړئ او په مينځ کې يې مونږ تبا کړو، ټايرونه غرک شو، ټماټرلاړل او ګاډو باندې مو په شلمان کې کندې ډکې شولې".

احتجاج کونکي وايي ، د کال 2011/12م څخه د پوځي عملياتو د لاسه د 6000 نه تر 6500 پورې کورنۍ چې د تيرا راجګل نه بې کوره شوې او تراوسه ستنېدو ته په تمه دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG