لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اتمانزۍ جرګې د امن غوښتنې دپاره د بنو، ميرانشا سړک د احتجاج په توګه تړلی


د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې اتمانزۍ قومي جرګې د بنو-میرانشاه سړک هر ډول تګ راتګ لپاره د احتجاج په توګه تړلی دی.

‎جرګه وایي، دا فیصله یې د سیمې په روانه ناامنۍ او د دوامداره پوځي عملیاتو له وجې د ولسي خلکو د ستونزو په نظر کې نیولو سره کړې ده.

‎د جرګې یو غړي نثار علي وايي، چې دوی له تېر یو کال راهسې له حکومته د سیمې د امن او امان د بیرته راوستلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کوي، خو تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

‎نثار علي وويل، "حکومت زموږن غوښتنې اوري، خو عمل پرې نه کوي. مونږ به دا احتجاج تر هغې روان وساتو، څو چې د امن دپاره رښتوني اقدامات نه وي شوي".

‎له بلې خوا، حکومتي چارواکي وایي چې د امن راوستلو لپاره هڅې روانې دي، پوځ او پولیس په سیمه کې موجود دي، د دې دپاره چې امنيتي حالات قابو وساتي.

یو لوړپوړي امنیتي چارواکي چې خپل نوم یې څرګند نه کړ، وې یې ویل چې په تېره اوونۍ کې په رزمک کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې اته ترهګر وژل شوي دي.

‎دغه پیښې په داسې وخت کې کیږي چې په 2014م کال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د ضرب عضب عملیات ترسره کړي وو.

‎د سیمې د سوداګرو د اتحادیې مشر ثناء الله وایي، په دې عملیاتو کې د سیمې د 20,000 څخه زیات دوکانونه ړنګ شوي او په اربونو روپۍ مالونه خراب شوي دي.

‎سوداګر وایي، تر اوسه دوی ته د دې زیانونو معاوضه نه ده ورکړل شوې، او د ناامنۍ له وجې یې کاروبارونه هم زیات اغېزمن شوي دي.

‎اتمانزۍ جرګه له تېر یو کال راهیسې د سیمې د خراب امنیت پر ضد احتجاجونه کوي، او د پاکستان د ازادۍ ورځ یې د تورې ورځې په توګه لمانځلې وه.

‎ د سیمې یو قبایلي مشر خلیل وزیر وایي، د ضرب عضب عملیاتو وروسته د سیمې 800 نه زیات کسان د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي. نوموړی وایي دوی مجبوره دي چې احتجاج وکړي ځکه، چې د دوی وسايل لوټل کیږي، او غوښتنې یې لا هم نه دي پوره شوي.

‎د پولیسو چارواکي وایي چې د سیمې امنیتي وضعیت مخکې په پرتله ښه شوی، او قانون نافذونکي ادارې حالات کنټرول ساتي.

خو بیا هم ځایي خلک وایي چې دوی به خپل احتجاج تر هغه وخته پورې روان وساتي، څو چې د دوی د خوندیتوب او حقونو لپاره د اقداماتو ګامونه نه وي اخستل شوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


په پاکستان کې سږ کال د پولیو ۲۴ کېسونه رپورټ شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG