لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ باجوړ کې د يو وسله وال کمانډر او دوه ځانمرګو په ګډون د نهه وسله والو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه یې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د استخباراتو په بنياد عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د يو مهم کمانډر، دوه خودکش يا ځانمرګو په ګډون یې نهه وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.

پوځ وايي، د 23م او 24م اکتوبر په مينځنۍ شپه کې د وسله والو د موجودګۍ په بنياد دغه عمليات شوي دي.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

پوځ زياته کړې، د وسله والو سره نښته شوې، يو مهم کمانډر یې سيد محمد عرف قرېشي استاز، دوه ځانمرګو برید کوونکو په ګډون نهه وسله وال وژلي دي.

پوځ وايي، د وسله والو څخه په لويه شمېره کې وسله وال ترلاسه شوې او وژل شوي وسله وال د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ضد ترهګرو هلو ځلو کې ککړ وو.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د عملیاتو او وسله والو وژلو دعوې کوي خو د امنيتي ځواکونو ضد هم د وسله والو بريدونه دوام لري.

په 16م اکتوبر په بنو کې د پوځ او وسله والو نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او بونېر کې په بمي چاودنه کې څلور پوليس اهلکار ژوبل شوي وو.

تر دغې وړاندې په 14 اکتوبر په بنو کې په پوليس لاين د وسله والو بريد کې 4 پوليس عسکر او 5 وسله وال وژل شوي وو.

دا بريدونه د 13م اکتوبر د پښتون قامي جرګې د پريکړو وروسته شوي چې پکې اولنۍ پرېکړه شوې وه چې وسله وال او پوځ دې د پښتنو د سیمو نه په دوو میاشتو کې ووځي.

د خېبرپښتونخوا په زیاترو سيمو کې د تېرو څو کلونو راهسې د امن غوښتنې او ناامنۍ ضد پاڅونونه کيږي.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ستمبر د میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي وو.

د ترهګرۍ ضد عملياتو تفصيل یې ويلي وو، چې"سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې په تېره مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، په تېره يوه میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي وو".

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامنۍ او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG