لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا کابينې د مرکزي حکومت نه د پښتون امن جرګې د قرارداد عملي کولو غوښتنه کړې


د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې غونډه
د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې غونډه

د خېبرپښتونخوا کابينې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې، چې "د پښتون امن جرګې قرارداد دې عملي کړل شي، کابينې د پښتون امن جرګې د قرارداد په اړه د مرکزي حکومت نه د کمېټۍ جوړولو غوښتنه هم کړې ده".

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم لخوا په 11م، 12م او 13م اکتوبر خېبر کې د پښتون قامي جرګې په نوم درې ورځنۍ جرګه شوې، او پرېکړې یې اعلان کړې وې.

د يادې جرګې پرېکړې چې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين اعلانولې، په دغه وخت د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور هم د نورو پښتنو مشرانو سره په سټېج ولاړ وو.

وروسته بيا د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د جرګې غوښتنې اييني ګرځول شوې وې.

مرکزي حکومت د پښتون قامي جرګې غوښتنو ته تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ویلي.

خو پرون په 24م اکتوبر د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې 16مه غونډه کې د مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې، چې د "پښتون امن جرګې قرارداد دې عملي کړل شي".

ويل شوي، "صوبايي کابينې د پښتون امن جرګې د وړاندې کړل شوي قرارداد په اړه پرمخ تګ دپاره دې مرکزي حکومت د کورنيو چارو وزیر په مشرۍ کې کميټي جوړه کړي، او وړانديز شوی چې په کمېټۍ کې دې د صوبې د وزيراعلا په ګډون صوبايي اسمبلۍ کې د ټولو ګوندونو استازي شامل وي".

غوښتنه شوې، "مرکزي حکومت دې د دې کمېټۍ د سپارښتنو ترمخه، د مرکزي حکومت سره اړونده غوښتنو باندې پرمخ تګ يقيني کړي".

کابينې د صوبايي حکومت او سياسي ګوندونو په هڅه د جرګې په پرامنه ډول کېدل ستايلي، او دريځ یې وړاندې کړی، چې جرګې د خپلو غوښتنو قرارداد وړاندې کړی، اوس په هغې پرمخ تګ کېدل دي.

کابينې پرېکړه کړې، "کومې غوښتنې چې د صوبايي حکومت سره اړونده دي، هغه به په صوبايي اسمبلۍ کې وړاندې کولی، او اتفاق رای به پرې جوړولی شي".

د جرګې نه درې ورځې وروسته منظور پښتين ويلي وو، "د دې جرګې عملي کولوبه دپاره ټول قام تيار وي، ټول ملک به یې د عمل دپاره يو ځای ولاړ وي".

نوموړي ويلي وو، "د جرګې 80 کسيزه کميټي جوړه کړل شوې، د قام سره به د پرېکړو تفصيل شريکوي او عملي کوي به یې".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG