لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د ژغورنې ادارې 48 کارمندان تراوسه د اسلام اباد پوليسو په بند کې دي


د خېبرپښتونخوا صوبې د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] 48 کارمندان او د دغه ادارې 18 ګاډي او ورسره 24 پوليس اهلکار د پينځم اکتوبر څخه د اسلام اباد پوليسو سره او جېل کې بندي دي، دا هغه کسان دي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا اسلام اباد کې اعلان شوي احتجاجي قافلو سره تللي وو.

د رپوټونو ترمخه د رېسکيو د کارمندانو سره د پښتونخوا خواوشا 24 پوليس اهلکار هم اسلام اباد کې بندي کړل شوي دي.

د رېسکیو 1122 يو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، د دوی کارمندان د وزيراعلا خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور په حکم د پاکستان تحریک انصاف د احتجاج دپاره اسلام اباد ته تلونکو قافلو سره روان وو، غټ کرېنونه، د اور مړونکي ګاډي او اېمبولنسونه یې روان کړي وو.

په پينځم اکتوبر د پي ټي آی لخوا اسلام اباد کې اعلان شوي احتجاج لپاره د خېبرپښتونخوا قافلو په لاره کې خنډان اچول شوي، او اسلام اباد کې هم لارې تړل شوې او بيا د امنيت دپاره پوځ ور بلل شوی وو.

د رېسکيو د چارواکي په خبره، د دوی کارمندان او ګاډي د وزيراعلا د قافلې سره وو، هغه دعوه وکړه، د دوی کار کوونکي په اسلام اباد کې نه بلکې د خېبرپښتونخوا د حدودو څخه پوځي اهلکارو نيولي وو او د اسلام اباد پوليسو ته یې حواله کړي دي.

د اسلام اباد پوليسو يا پوځ د دغه دعوې په اړه هغه وخت کوم بيان نه وو ورکړی او نن په دغې اړه د اسلام اباد پوليسو د وي او اې ډيوه پوښتنې ته ځواب کړی دی.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پينځم او شپږم اکتوبر په مينځنۍ شپه کې ويلي وو، د پي ټي آی له احتجاج څخه د دغه ګوند 564 فعالان نیول شوي چې پکې 11 د خېبر پښتونخوا پولیس هم دي.

په ډي چوک اسلام اباد کې رسنیو ته د کورنیو چارو وزیر ویلي وو، په اسلام اباد د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا په مشرۍ کې حمله شوې ده او هڅه یې کوله چې څه ځاني زیان وشي خو له نېکه مرغه داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.

پي ټي آي هغه وخت ويلي وو پرامنه احتجاج کوي او ډي چوک ته ځان رسوي.

هغه وخت د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور د نیول کېدو دعوه هم شوې خو وروسته هغه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ناڅاپه ښکاره شوی وو.

د رېسکيو 1122 چارواکی وايي، د کارمندانو پرضد یې مقدمه درج شوې، ځورول شوي، او سمه رويه ورسره نه ساتل کيږي، او دوی سره د پوليس اهلکارو په اټک زندان کې ساتل کېده او دوی ورله په عدالتونو کې مقدمې چلولې، په يوه پسې بله مقدمه به پرې راښکاره کول کېده.

نوموړي زیاته کړه دوه ورځې وړاندې د دوی د کارمندانو ضمانت وشو خو بيا د اسلام اباد سنګجاني تاڼې لخوا ونيول شو، هغه وويل په کارمندانو یې د ترهګرۍ د مادې لاندې مقدمې درج دي.

دوه ورځې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ ويلي وو، د اسلام اباد سنګجاني ټول پلازې سره د بنديانو په ګاډي حمله شوې، د ځينو ملزمانو تښتول کېدو هڅه شوې، او تحریک انتشار [پاکستان تحريک انصاف] دغه حمله پلان کړې، خو په حمله کې ککړ کسان نيول شوي، او د پي ټي آی د اېم پي اې زوی هم پکې شامل دی.

هغه ويلي وو، د حمله کوونکو څلور ګاډي نيول شوې او وسله هم ترلاسه کړل شوې وه.

خو د رېسکیو چارواکی دغه دعوه ردوي او وايي د سنګجاني پوليسو په خپله دغه عمل کړی دی.

د نوموړي نه وي او اې ډيوه پوښتنه وکړه، د پاکستان تحريک انصاف په سياسي احتجاج کې تللي وئ، خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت څخه ولې د خپلو کارمندانو د خلاصولو غوښتنه نه کوئ او حکومت ستاسو دپاره څه کوي؟،

هغه په ځواب کې وويل، يو خو دوی د صوبې ماتحت دي د وزيراعلا په حکم تللي وو او بل وزيراعلا د دوی دپاره غږ پورته کړی دی.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په يو ويډيو بيان کې مرکزي حکومت او د اسلام اباد پوليسو ته په مخاطب کولو سره ويلي، چې ډرامې نه کوي، د خېبرپښتونخوا يو وزير، يو اېم پي اې، د رېسکیو 1122 کارمندان او پولیسو اهلکار یې په جعلي مقدمو کې نيولي او په ضمانت کېدو یې بيا ډرامه جوړه شوې او بيا نيول شوي دي.

هغه خبرداری ورکړی که دغو کسانو له څه هم وشو، پوليس او مرکزي حکومت به یې زمه وار وي.

د ژغورنې د ادارې چارواکي وويل، کار مندان یې او د هغوی کورنۍ سخت پرېشانه دي او کارمندان یې وايي چې د دوی سره د ژبې په بنياد پنجاب صوبه کې سخته رويه ساتل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG