د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د 190 ميلينه پاونډونو، القادر ټرسټ قضيه کې د 14 کالو بند او بشرا بي بي ته د اووه کالو بند سزا واورول شوه.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد رانا په اډياله زندان کې دننه عدالت نن په 17م دسمبر فيصله واوروله، په عدالت کې عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي موجود وو.
د فيصلې ترمخه، عمران خان ته د لسو لکو روپو او بشرا بي بي ته د پينځو لکو روپو جرمانه هم واورول شوه.
رپورټونه وايي، بشرا بي بي په عدالت کې نيول شوې او عدالت په فيصله کې حکومت ته د القادر ټرسټ پوهنتون په ولقه کې اخستو حکم هم کړی دی.
د تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب د فيصلې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، دوی به دغه فيصله په سترو عدالتونو کې چېلنج کوي.
د پي ټي آی يو وکیل، قانون پوه فيصل چودري وويل، د نېب د سياسي استعمال سخته غندنه کوو، دا بې خونده فيصله ده، پرضد به یې هر ځای ته ځو، احتجاج به کوو.
القادر ټرسټ قضيه د 190 ميلينه ډالرو کېس دی.
په 13مه جنورۍ د دې فيصلې اورولو ویل شوي، خو بيا نه وه اورول شوې، له دغې وړاندې د دې فيصلې اورولو دپاره د دسمبر 23مه نېټه ټاکل شوې او بيا ويل شوي وو، د جنورۍ په شپږمه به واورول شي، خو بيا د عدالتي رخصتيانو له امله هم فيصله نه وه اورول شوې.
ياده فيصله په 18م دسمبر محفوظه کړل شوې وه.
د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟
پاکستان کې د پي ډي اېم تېر اتحادي حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د ځمکو د ياد کاروباري تن ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.
القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.
عمران خان ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه وه.
د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ دغه پېسې [190 ميلينه پاونډونه] د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه.
ويل شوي وو، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې او جمع کړې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.
ملک ریاض د القادر ټرسټ او 190 ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.
Forum