لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي، که طالبان پیسې غواړي، نو د امریکا پوځي سامان دې بېرته ورکړي


صدر ټرمپ د سوګند اخېستو وروسته، د ګل/دوشنبې په ماښام، د امریکا د ۴۷م صدر په حیث وایټ هاوس ته ستون شو
صدر ټرمپ د سوګند اخېستو وروسته، د ګل/دوشنبې په ماښام، د امریکا د ۴۷م صدر په حیث وایټ هاوس ته ستون شو

د امریکا نوي صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې سوګند دستورې نه یوه ورځ وړاندې په واشنګټن کې د وینا پر مهال د بایډن په انتظامیې نیوکه وکړه او ویې ویل چې بایډن د افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د انخلا نه پس، هغه هېواد کې "په بلینونو ډالر" پوځي سامانونه پرېښودل.

ټرمپ وویل: "مونږ خپل ټول پوځ پیاوړی کړ، او بیا هغو (د بایډن انتظامیې) د دې پوځ په بلینونو ډالر طالبانو ته ورپېښودل. هغوی زمونږ پوځي سامانونه، یوه غټه برخه یې، زمونږ دښمنانو ته ورکړه."

ټرمپ، چې لا یې د صدارت سوګند نه و پورته کړی، د اتوار/یکشنبې په ماښام وویل: "آیا تاسو خبر یاست چې مونږ هر کال افغانستان ته په بلینونو ډالر ورکوو؟ څوک پوهېږي؟ زه وایم که چېرته مونږ هغو (طالبانو) ته د کاله په بلینونو ډالر پیسې ورکوو، نو هغو ته ووایاست چې مونږ به دا پیسې ورنکړو تر هغو چې دوی زمونږ پوځي سامانونه بېرته رانکړي."

څه موده وړاندې د بایډن انتظامیې چې اوس یې کار ختم شوی دی، د ټرمپ دغسې تبصرو ته په غبرګون کې ویلي و چې د افغانستان خلکو ته د امریکا په مرستو کلک نظر ساتل شوی چې هسې نه ګټه یې طالبانو ته ورسیږي. طالبانو هم پخوا دغسې تبصرې ردې کړې وې چې ګني دوی ته د امریکا نه پیسې ورځي.

د طالبانو د حکومت نایب ترجمان، حمدالله فطرت تېره میاشت ویلي و: "حقیقت دا دی چې امریکا نه صرف دا چې اسلامي امارت ته یې یوه روپۍ هم نده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو په بلینونو ډالر یې قبضه او منجمد کړي دي."

فطرت ویلي چې د طالبانو حکومت "د امریکا څخه د کومې مرستې توقع نلري او نه یې هم کله غوښتنه کړې ده."

په تېرو څه باندې درې کلونو کې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي دي، د افغانستان خلکو ته تر ټولو زیاتې بشري مرستې امریکا کړې دي.

د وي او اې ډیوه واټساپ
د وي او اې ډیوه واټساپ

خو ډونالډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ماښام یو ځل بیا وویل چې، "طالبانو ته به یو څو ډالره ورکړو، خو خپل پوځي سامانونه بېرته غواړو."

د افغانستان د بیارغونې دپاره د امریکا د سرڅارونکي دفتر (سېګر) د ۲۰۲۴ کال په منځ کې ویلي و چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو راهېسي، امریکا د افغانستان او افغان کډوالو د مرستې دپاره یو ویشت اعشاریه صفر شپږ (۲۱،۰۶) بلین ډالر ځانګړې کړي چې په دې کې قریب ۳،۳۳ بلین ډالر یې د بشري او ترقیاتي امداد په مد کې افغانستان ته ورکړي دي.

سېګر په یو رپوټ کې ویلي چې ممکن ځیني ترهګر، او د هغو ملګري او تنظیمونه یې، په غیرقانوني طریقې سره د هغو پېسو نه ګټه اخېستې وي چې د امریکا خارجه وزارت په افغانستان کې مصرفې کړې دي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان نه دې ټول امریکایي پوځي سامان بېرته وغوښتل شي، او یا دې د هغو د واپس کولو دپاره افغانستان ته ځواکونه واستول شي.

هغه دا هم ویلي چې که بیا صدارت ته ورسېږي، د طالبانو سره به یوه تجارتي معامله وکړي او د کابل شمال پلو، د بګرام پوځي هوایي اډې کنټرول به بېرته ترلاسه کړي.

د وي او اې افغان سروېس نه په مننه!

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG