لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د خپل دویم صدارت په اوله ورځ، د آینده دپاره خپل پلانونه څرګند کړل


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ

صدر ډونالډ ټرمپ دویم ځل واک ته د خپل رسېدو په وړومبۍ ورځ د یوې سترې او عظیمې امریکې دپاره خپل لیدلوری وړاندې کړ.

ټرمپ د ګل/دوشنبې په ورځ د خپل سوګند اخېستو په دستوره کې وویل: "امریکا به یو ځل بیا ځان یو مخ پر غټېدو اولس وګڼي، داسې یو اولس چې زمونږ سرمایه په کې زیاتیږي، زمونږ خاوره په کې پراخه کیږي، زمونږ ښارونه په کې جوړیږي، زمونږ توقعات په کې زیاتیږي، او زمونږ بېرغ/جنډه نويو او ښکلیو افقونو ته ورسوي."

ټرمپ همدا شان وویل، "او مونږ به خپل ټاکل شوی برخلیک ستورو ته ورسوو، امریکایي خلا بازان به ولېږو چې د ستورو او پټیو (امریکایي جنډه) د مریخ په سیارې باندې ولګوي."

د صدارتي احکاماتو جاري کول:

صدر ټرمپ د سوګند دستورې نه پس، کار شروع کړ او یو شمېر صدارتي احکامات یې لاسلیک کړل. هغه وویل چې په احکاماتو کې یې د امریکا په جنوبي سرحداتو کې د قامي بېړني حالت یو اعلان شامل دی چې هلته به عسکر ځای پر ځای کیږي. همدا راز یو حکم یې په قامي کچه د انرجۍ بېړنی حالت اعلان و، چې اجازت ورکوي امریکا پخپلو سیمو کې لا زیات تېل او ګېس استخراج کړي.

ټرمپ همدا شان اعلان وکړ چې صرف دوه د انسانانو جنسیتونه موجود دي، نر او ښځه. او ویې ویل چې هغه به د مېکسیکو خلیج نوم، د امریکا خلیج ته بدل کړي.

ټرمپ د خپل دویم صدارت په اوله ورځ ګڼ شمېر صدارتي احکامات جاري کړل چې د بایډن د انتظامیې پالیسۍ یې بدلې کړې
ټرمپ د خپل دویم صدارت په اوله ورځ ګڼ شمېر صدارتي احکامات جاري کړل چې د بایډن د انتظامیې پالیسۍ یې بدلې کړې

تاریخپوهان وایي چې ټرمپ د خپل دویم صدارت په اوله ورځ د صدارتي وینا تاریخي فرصت کې چې د امریکاییانو د اتحاد دپاره معمول دی، داسې تاریخي تقریر وکړ چې د هغه له نقطه نظره د امریکا آینده ترسیم کوي او زیات امریکاییان شاید ورسره اتفاق ونلري.

په آسټن کې د تېکساس یونیورسېټۍ د تاریخ یو پروفیسر، جېرېمي سوري وایي: "دا یوه تر ټولو ګوندي/حزبي وینا وه چې یو امریکایي صدر د خپل سوګند په مراسمو کې کړي وي – د سوګند د دستورې وینا ته دومره نه پاته کېده، او زیاتره د سټېټ آف یونین یا د یو صدر د کال آخرې وینا ته پاته کېده. هغه صرف د هغو منصوبو د یو لړ اهمو سرټکو لېست وړاندې کړ چې غواړي عملي یې کړي، د کډوالو د واپس کولو نه نیولې بیا د پاناما کانال/نهر د بیا قبضه کولو پورې."

د سوګند دستورې د وینا نه لږ څه وروسته، ټرمپ کانګرس کې د خپلو ملاتړو یوې وړوکې ډلې ته په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ګني د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو کې "مکمله لاسوهنه" شوې وه. دا داسې یوه دعوه ده چې څه ثبوت یې موجود ندی.

هغه خپلو دې منصوبو ته هم اشاره وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د ۶مې نېټې د تشدد په واقعاتو کې ځیني مجرم پېژندل شوي کسان به معافوي.

deewa
deewa

د صارفینو د حقونو د ډلو اندېښنې:

په هغو شتمنو بېلینرانو کې چې د ټرمپ د سوګند په مراسمو کې د برخه اخېستو دپاره یې ځانونه کانګرس ته رسولي و، د ټېسلا او سپېس اېکس کمپنیو مشر اېلان ماسک هم شامل و.

پس له هغه چې ټرمپ سوګند پورته کړو، اېلان مسک د واشنګټن ډي سي د کپیټل-ون اېنا په نوم سټډیم کې سټيج ته راغی او د ټرمپ ستاینه یې شروع کړه.

هغه وویل: "دا څه عادي کامیابي نه وه. دا د بشریت د تهذیب په لاره کې یو سنګ ميل وه."

د صارفینو د حقونو ډلې د نوي صدر د ځینو خاموشه ګامونو په اړه خبردارۍ ورکوي، هغه ګامونه چې دوی وایي هدف یې د ضوابطو آسانه کول او ډېرو دولتمندو کسانو ته ګټه رسول دي.

د پبلېک سټیزن په نوم د صارفینو د حقونو د یو غیرانتفاعي تنظیم مشره لیسا ګېلبرټ وایي: "کله چې مونږ فکر کوو چې ولې د ټرمپ راتلونکې انتظامیه غواړي ضوابط وځنډوي او د عوامي تحفظاتو مخه ونیسي، نو ښکاري چې د دې ګټه زمونږ په منځ کې تر ټولو دولتمندو کسانو ته رسیږي او د غټو کمپنیو په خاص مفاد دي."

د ټرمپ وسعت غوښتنه:

ټرمپ د ګل/دوشنبې په ورځ نېغ په نېغه د خارجي پالیسیو په باب، لکه د اوکراین مسئلې او یا د چین سره د مقابلې په اړه څه خبرې ونکړې، مګر تاریخپوه جېرېمي سوري وایي، د ټرمپ پراختیا غوښتونکې لهجې یو پیغام لرلو.

جېرېمي سوري زیاتوي: "کله چې زمونږ صدر د توسعې په باب خبرې کوي، بیا نو دا د امریکا دپاره سخته ده چې ولاډیمیر پوټین او یا شي جن پنګ ته ووایي چې هغوی دې د توسعې کوښښ نه کوي."

د جېرېمي سوري وینا ده چې که امریکا د پاناما کانال/نهر د قبضه کولو دپاره جنګ وکړي، "نو دا کار به په یقین سره پوټین او شي جن پنګ ته یو ډول بهانه/اجازت ورکړي چې همدا دلیل د اوکراین او ټایوان په هکله اظهار کړي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG