د امریکا د دفاع نوي وزیر پیټ هېګسېت ژمنه کړې چې د هېواد په پوځ کې به نور بدلونونه راویستلی شي. پیټ هېګسېت چې یو اعزازیافته پخوانی پوځي او د امریکې د فاکس ټېلې وېژن پخوانی کوربه دی، په پېنڼګان ته رسیدو په وخت د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل چارلس بروان هرکلی وویلو.
هېګسېت وویل چې د دفاع وزیر په توګه خدمات ترسره کول د هغه دپاره یو ویاړ دی. هغه خبریالانو ته وویل چې د دفاع وزارت به په ګړندۍ توګه کار ترسره کوي.
هېګسېت وویل: "د امریکا صدر قانوني حکمونه به د دفاع په دې وزارت کې په چټکتیا سره او بغیر د کوم عذر عملي کولی شي." هغه زیاته کړه "مونږ به د خلکو احتساب کوو."
د امریکا 100 کسیزه سېنېټ د جمعې په ورځ ناوخته د 51-50 په مقابله کې پيټ هېګسېت منظوري ورکړې وه.
د جمعې په شپه د امریکا په 100 کسیزه سېنېټ کې د پيټ هېګسېت د توثیق دپاره چې رایې ورکړل شوې نو د سېنېټ نیمایي 50 غړو د هغه په ملاتړ اؤ 50 نورو یې بیا په مخالفت کې خپلې رایې ورکړې.
د دفاع د نومول شوي وزیر د توثیق دپاره کارول شوې رایې چې کله یو برابر شوې نو بیا نایب صدر جی ډي وینس خپله فېصله ییزه رایې وکاروله.
هغه د خالي، شنبې په ورځ سوګند یا لوړه وکړه او د اتوار، یکشنبې په ورځ یې د اسرایل د وزیاراعظم بنیامین نېتنیاهو سره خبرې وکړې چې پېنټاګان ورته "تعارفي خبري " ویلي دي.
هېګسېت د ګل، دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګان ته د ننوتو مخکې خبریالانو ته وویل: "مونږ نه به د خپلو اتحادیانو دپاره بل ښه ملګری نه وي، او د هغه خلکو دپاره چې غواړي مونږ وازمايي مونږ نه به قوي مخالف نه وي."
هغه وویل چې تمه ده د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ به د ګل، دوشنبې په ورځ به اضافي اېګزېکټيو ارډرز یا صدارتي احکامات لاسليک کړي چې پکې پوځ باندې هم اثر ولري .
په دغه اېګزېکټيو ارډرز کې د اسرایل ائرن ډوم مېزایل ډیفنس نظام په شان د امریکا ائرن ډوم ډیفنس نظام جوړول شامل وي، د پېنټګان نه ټول د تنوع، مساوات او شمولیت (DEI) د اقداماتو حکمونه ختمول ، او د هغو پوځیانو بیا پرځای کول چې د کویډ - 19 واېکسین لګولو نه یې انکار کولو وروسته پوځ پریښودو باندې مجبور شول.
هېګسېت دا هم وویل چې پېنټاګان به دا خبره یقیني کوي چې ټرمپ ټول هغه وسایل ولري چې د امریکا جنوبي سرحد خوندي کولو دپاره ورته ضرورت لري.
د 2021م کال په اګست کې د امریکا له وتلو مخکې د هغه افغانانو د برخلیک په اړه چې د امریکا سره یې کار کولو د پوښتنې په جواب کې هغه وویل ”مونږ به دا خبره یقیني کوو چې په افغانستان کې د ترسره شوو پېښو احتساب وکړو او مونږ د خپلو اتحادیانو سره ولاړ یو. “
Forum