لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ وايي د غزه نه بهر منتقل کړی شوي فلسطینیان به د ستنېدو حق نه لري
تازه خبر

ټرمپ وايي د غزه نه بهر منتقل کړی شوي فلسطینیان به د ستنېدو حق نه لري


ټرمپ وویل غزه به د هغه ملکیت وي او د سیمې دوه اشاریه درې مېلین فلسطینیان به بهر لږ تر لږه شپږو مختلفو ځایونو ته منتقل کولی شي. فلسطینیانو، عرب ملکونو او د امریکې حریفانو او اتحادیان یو شان د ټرمپ دغه تجویز رد کړی دی
ټرمپ وویل غزه به د هغه ملکیت وي او د سیمې دوه اشاریه درې مېلین فلسطینیان به بهر لږ تر لږه شپږو مختلفو ځایونو ته منتقل کولی شي. فلسطینیانو، عرب ملکونو او د امریکې حریفانو او اتحادیان یو شان د ټرمپ دغه تجویز رد کړی دی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي غزه د اخیستلو دپاره د هغه د منصوبې د لاندې به فلسطینیان د سیمې نه بهر نامعلومه ځایونو ته انتقالولی شي او د ستنېدو حق به نه لري.

ټرمپ دغه خبرې فاکس ټېلې وېژن سره مرکه کې کړي دې. د مرکې څه برخه د ګل، دوشنبې، په ورځ نشر شوې ده.
ټرمپ د بحیره روم په ساحل پرتې غزه تړانګې په اړه خپله منصوبه د مسقتبل د ابادۍ ترقیاتي منصوبه وبلله.

ټرمپ وویل غزه به د هغه ملکیت وي او د سیمې دوه اشاریه درې مېلین فلسطینیان به بهر لږ تر لږه شپږو مختلفو ځایونو ته منتقل کولی شي. فلسطینیانو، عرب ملکونو او د امریکې حریفانو او اتحادیان یو شان د ټرمپ دغه تجویز رد کړی دی.

په کال ۲۰۱۵ کې سیاست ته د راتګ نه مخکې ټرمپ د نیویارک د جایداد ارب پتي کاروباري تن و. په مرکه کې د ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا فلسطینیان به غزه ته د ستنېدو حق لري، نو هغه وویل نا ځکه چې د هغه په قول فلسطینیان به ډېر زیات ښه کورونه لري.

ټرمپ وویل فلسطینیان دپاره د غزه نه بهر ښکلي کلي جوړوي.

په عین حال کې فلسطيني مسلح ډلې حماس د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې اسرایل سره د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې د یرغمالانو تبادله د نامعلومه مودې پورې ځنډوي. اینده تبادله د خالي شنبې، په ورځ کېدوونکي وه.
د حماس القاسم بريګېډېز ډلې ترجمان په یو بیان کې وویل حماس به تر هغې پورې په ډزبندۍ عمل کوي چې اسرایل پې هم عمل کوي.

ټرمپ د بحیره روم په ساحل پرتې غزه تړانګې په اړه خپله منصوبه د مسقتبل د ابادۍ ترقیاتي منصوبه وبلله
ټرمپ د بحیره روم په ساحل پرتې غزه تړانګې په اړه خپله منصوبه د مسقتبل د ابادۍ ترقیاتي منصوبه وبلله

حماس په اسرایل الزام ولګولو د غزه شمالي برخې ته د فلسطنیانو ستنېدل يې ځنډولي دي.

د اسرایل او حماس ترمنځ ډزبندي د شروع کېدو راهسې حماس ۲۱ یرغمالان او اسرایل د ۷۳۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

په اسرایل د حماس دباو زیات شوی چې ډزبندي وغځوي او د ملګرو ملتونو یو چارواکي ويلي د ډز بندۍ وروسته غزه ته د ۱۲۶۰۰ نه زیاتو ټرکونو امدادي شیان رسوولي دي او دا ډول د قحط ویره ختمه شوي خو که چېرې ډزبندي و نه غځول شوه نو لوږه بېرته راتللی شي.

د ملګرو ملتونو د انساني امداد د څانګې مشر ټام فلېچر غزه ته د دوو ورځو د دورې وروسته اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل په غزه حې حالات اوس هم خراب دي او خلک ولوږې سره مخامخ دي.

فلېچر وویل که ډز بندي ناکامه کېږي نو د قحط په شان حالات په چټکتیا بیا راتللی شي.

د امریکې سوپر بول مقابلې ته په لاره صدر ټرمپ د هغه سره په ايرفورس ون نومې هويي جهاز پرواز خبریالانو ته وویل په داسې حال کې چې حماس کمزوري یرغمالان ازادوي د صورتحال په اړه یې صبر تمامېږي.

ټرمپ وویل ويې لیدل چې یرغمالان په انتهايي خراب حالت کې ازاد کړل شول او داسې ښکارېدل چې د هالوکاسټ یا د یهودیانو د حراستي مرکز نه د ډېرو کلونو وروسته ژوندي راوتلي وي. هغه زیاته کړه چې دا ورته نه ده معلومه چې دا به څومره وخت نور برداشت کوی.

امریکايي صدر دا لوظ تکرار کړو چې امریکا دې غزه واخلي او فلسطینیان دې بل ځای اباد کړی شي.

ټرمپ وویل ژمن دی چې غزه په پېسو واخلي، ملکیت يې رتلاسه کړي او تر څو چې يې د ابادولو خبره ده نو ممکنه ده د سیمې ځینې برخې د بیا ابادولو دپاره د منځني ختیځ نورو ملکونو ته ورکړي، خو نور خلک به يې د امریکې د سرپرستۍ دلاندې کوي.

ټرمپ ټینګار وکړو چې ژمنه لري چې غزه واخلي او ملکیت یې ترلاسه کړي، دا خبره یقیني کړي چې حماس سیمې ته بیا را نه شي، اوس هلته بېرته راتګ دپاره څه پاتې هم نه دي، ټول ځای ويجاړ شوی دی او چې څه پاتې دی هغه به هم ړنګ کړی شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایل او د حماس ډزبندي نوي مرحلې ته ورسېده او اسرایلي ځواکونه د تېزاریم راهدارۍ نه ووتل چې غزه يې په منځ تقسیم کړې ده. د دې په نتیجه کې نور فلسطینیان د سیمې شمالي برخې ته ستانه شول. د ۱۵ میاشتو په جنګ کې په دغه علاقه کې ودانۍ د ځمکې سره هوارې شوي دي.

د حماس ترجمان عبدالطیف وویل راهدارۍ نه د اسرایلي ځواکونو په شا کېدل ښيي چې حماس دښمن زمونږ مطالبې په منلو مجبور شو او د فتحې ترلاسه کولو په اړه يې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو تصور ګډ وډ کړو.

دا نه ده معلومه چې اسرایلي ځواکونه د راهدارۍ څخه چېرته په شا شول. غزه نه د اسرایلي ځواکونو په مکمله انخلا به د ۴۲ ورځو د ډزبندۍ په وروستۍ مرحله کې خبرې کېږي.

ټرمپ ویلي غزه نه به د منځني ختیځ ريوېرا جوړوي چې د فرانس سیاحتي مرکز دی
ټرمپ ویلي غزه نه به د منځني ختیځ ريوېرا جوړوي چې د فرانس سیاحتي مرکز دی

خو د ډزبندۍ د غځولو په اړه مذاکراتو کې څه پرمختګ نه دي چې په نتیجه کې به يې نور یرغمالان او فلسطیني قېدیان ازادول کېږي.

بلخوا د صحت فلسطیني وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په مقبوضه وېسټ بېنک کې دوه ۲۰ کلنې فلسطینۍ ښځې چې یوه د اتوو میاشتو په حمل وه، د اسرایلي ځواکونو په ډزو ووژل شوې. اسرایلي ځواکونه په سیمه کې د وسله والو خلاف عملیات کوي.

د ډزبندۍ د شپږو هفتو په وړمبي پړاو کې به حماس ۳۳ یرغمالان او اسرایل په فلسطیني قېدیان ازادوي. د معاهدې دلاندې په اسرایل د غزه نه خپل ځواکونه وباسي.

د ډزبندۍ په دویمه مرحله کې به باقې پاتې یرغمالان ازادوي خو د دوې پړاو تفصیلاتو ته لا حتمي شکل نه دی ورکړی شوی.

د دې نه مخکې ټرمپ د غزه د ملکیت په اړه خبره نېټن یاهو سره په وایټ هاوس کې تېره هفته د مشترکه خبري کانفرنس په موقع کړې وه. وروسته بیا ټرمپ ویلي وو چې غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته به دا سیمه اسرایل امریکې ته ورکړي.

حماس، عرب ملکونو، د امریکې اتحادیانو او مخالفینو یو شان د ټرمپ تجویز مسترد کړی دی خو نېټن یاهو يې هرکلی کړی دی.

یادونه: د دې خبرې ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG