لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا د منځني ختیځ استازی د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ لوظنامې د راتلونکي پړاو په اړه د خبرو دپاره د اسرایل په سفر دی
تازه خبر

د امریکا د منځني ختیځ استازی د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ لوظنامې د راتلونکي پړاو په اړه د خبرو دپاره د اسرایل په سفر دی


د سټیو ویټکوف دا سفر واشنګټن ته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو د ټاکل شوي سفر نه مخکې کیږي. د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ نېتن یاهو ته د فبرورۍ په څلورمه سپينې ماڼۍ کې د خبرو بلنه ورکړې ده.​​​​​​​
د سټیو ویټکوف دا سفر واشنګټن ته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو د ټاکل شوي سفر نه مخکې کیږي. د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ نېتن یاهو ته د فبرورۍ په څلورمه سپينې ماڼۍ کې د خبرو بلنه ورکړې ده.​​​​​​​

د امریکا د منځني ختیځ دپاره استازی سټیو ویټکوف به شورو ، چهارشنبې په ورځ په اسرایل کې د اسرایل چارواکو سره په غزه کې د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ پر عملي کولو او د لوظنامې د راتلونکي پړاو په اړه خبرې اترې کوي.

د خپل سفر څخه وړاندې سټیو ویټکوف د لوظنامې د سم عملي کېدو باندې ټینګار کړی و. د لوظنامې له وجې د اسرايل او فلسطين وسله والې ډلې حماس ترمنځ د 15 مياشتو جګړې وروسته روانه میاشت جنګ بندي شوې ده. او د حماس لخوا اووه يرغمل ښځې خوشې کړي او اسرايل 300 فلسطیني بنديان ازاد کړي دي. تمه کېږی چې په راتلونکي ورځو کې به نور کسان ازاد کړل شي.


د سټیو ویټکوف دا سفر واشنګټن ته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو د ټاکل شوي سفر نه مخکې کیږي. د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ نېتن یاهو ته د فبرورۍ په څلورمه سپينې ماڼۍ کې د خبرو بلنه ورکړې ده.


نېتن ياهو به د صدر ټرمپ دويم صدارت کې کوم لومړی بهرنی مشر وي چې د امریکا سفر به وکړي.



د ډزبندۍ لومړی پړاو به 42 ورځو پورې دوام لري ، چې نږدې څلورمه برخه یې تېره شوې ده او د غزې نه د 33 یرغمل شوو کسانو خوشې کول د دویم پړاو د جزیاتو په اړه د خبرو اترو غوښتنه کوي. د دې ترڅنګ د پاتې یرغمل شوو کسانو خوشې کول او د جګړې ختمول او د اسرایلي ځواکونو وتل شامل دي.

ټاکل شوې ده چې دا خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

په غزه کې فلسطینیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د شمالي غزې په ګډون ځینو هغو سیمو ته چې د اسرایلي ځواکونو لخوا د اوږدې مودې راهیسې په بندیزونه لګول شوي وو ستانه شي. ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ ویلي چې په دې اوونۍ کې د 375,000 نه ډیر خلک بیرته ستانه شوي دي.

د کال 2023 د اکتوبر په میاشت کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي چارواکو قریباً یو مېلن خلکو ته د غزه د شمالي برخو نه د وتلو هدایات جاري کړي وو، او بیرته ستنیدونکي هغه سیمې ته راستنیږي چې د حماس پر ضد د اسرایل د پوځي عملیاتو له امله ویجاړ شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د بهرینو چارو وزیر مارکو روبیو د نهې، سه شنبې په ورځ د مصر د بهرنیو چارو د وزیر بدر احمد عبد العاطي سره په ټیليفوني خبرو کې په ګډه کار کولو او ټینګار یې وکړو چې "د جګړې وروسته په منصوبه بندۍ جوړولو ترڅو چې ډاډ ترلاسه شي چې حماس به هیڅکله بیا په غزه واکمن نه شي یا به اسرایل د ګواښ سره مخ کړي".

غزه کې د اووم اکتوبر 2023م د حماس په اسرايل د بريد وروسته جګړه پيل شوې وه. امریکې او ځینې يورپي هيوادونو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

اسرايل وايي، د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوی او 250 يرغمل کړل شوي وو، د بريد په ځواب کې اسرايل په غزه کې جګړه پیل کړې د حماس د کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت وايي، د 47,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د دې خبر ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG