لاس رسیدونکی لینک

 
اسلام اباد: د طالبانو سفير او بېرسټر سېف په دوه اړخيزه اړيکو غږېدلي
تازه خبر

اسلام اباد: د طالبانو سفير او بېرسټر سېف په دوه اړخيزه اړيکو غږېدلي


افغانستان کې د واکمنو طالبانو اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د طالبانو سفير او خېبرپښتونخوا حکومتي وياند په دوه اړخيزه اړيکو او ګډو چېنلجونو د مخنیوي په موضوعاتو غږېدلي دي.

د طالبانو سفارتخانې ويلي، بېرسټر سېف سره د پلاوي د طالبانو سفير سردار احمد شکېب سره ليدلي، او د ليدنې ويډيو یې په اېکس خپره کړې ده.

سفارتخانې ويلي، ليدنه کې د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه اړيکو، د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ اړيکو پياوړي کولو، دوه اړخيزه تجارت، د ګډو چېلنجونو د مخنيوي دپاره د توان په لټون، او دواړو هيوادونو د سياسي او بااثره شخصيتونو په کچه خبرو په موضوعاتو بحث شوی دی.

بېرسټر سېف په خپله د دغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي، خو پاکستاني مطبوعاتو ويلي، بېرسټر سېف د طالبانو د مشرتابه دپاره د عمران خان پېغام رسولی دی. خو د پېغام کوم تفصيل نه دی ویل شوی.

ویل شوي، سېف ويلي، د قبايلي او سياسي مشرانو او علماو پلاوی افغانستان ته لېږل غواړي، او دواړو هيوادونو ترمنځ دوستانه اړيکو ته لېواله دي.

بېرسټر سېف د طالبانو د سفير سره په داسې وخت کې ليدلي، چې په 30مه جنورۍ نوموړي افغانستان سره مذاکراتو په اړه ويلي، "د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به پلاوی يا وفد افغانستان ته لېږي، مقصد یې قبايلي ضلعو کې امن په ځای کول دي، مذاکرات به د قبايلي قومونو ترمنځ وي، د خوارج سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی".

د پاکستان د سېفران مرکزي وزير امير مقام د بېرسټر سېف خبرو ته په غبرګون کې ويلي وو، د خېبرپښتونخوا حکومت به په خپله خوښه د افغانستان سره خبرې وکړي خو عملي کوي به یې څوک؟.

مقام د ډان ټي وي په پروګرام کې ويلي وو، د تحريک انصاف حکومت وړاندې هم مذاکرات کړي وو، نتيجه کې یې وسله وال راوستل شو.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند په داسې وخت کې د طالبانو د سفير سره ليدلي او افغانستان سره د مذاکراتو خبره کوي، چې پرون په څلورمه فرورۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه کې بيا ژوره اندېښنه څرګنده کړل شوې، چې تحریک طالبان پاکستان چې پوځ یې د فتنه الخوارج په نوم يادوي، د پاکستان ضد ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره په دوامداره توګه کاروي.

د پاکستان د کور کمانډرانو غونډې ټينګار کړی، افغانستان کې عبوري حکومت دې په ځای د دې چې رد وکړي، د ټي ټي پي پرضد کلک ګامونه پورته کړي، د پاکستان او خلکو د دفاع دپاره دې اقدامات او تګلاره جاري وساتي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG